سریلنکا کې له چاودنو وروسته د فیسبوک، واټساپ او وایبر فعالیتونه ځنډیدلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱ غوایي، ۱۳۹۸ل): نن د یکشنبې په ورځ د سریلنکا په پلازمینه کولمبو او ځینو نورو سیمو کې اته بېلا بېلې چاودنې وشوې چې په کې تر ۱۶۰ زیات کسان مړه او په سلګونو نورو ټپيان شول.

اوس د سریلنکا حکومت اعلان کړی تر څو د خواله رسنیو مشهورې پاڼې بندې کړي او په مرسته یې ددغو پېښو د لا زیاتوالي مخه ونیسي.

دغه هېواد اعلان کړی چې د فیسبوک، واټساپ او وایبر کاریالونو فعالیتونه په چټک ډول وځنډوي، او همدا ډول یې د دوشنبې په ورځ د سهار شپږ بجو نه تر ماښام شپږ بجو پورې پر عام تګ راتګ بندیز لګولی دی.

نن د یکشنبې په ورځ د سریلنکا په کولمبو او نورو بېلا بېلو سیمو کې پر کلیساو او هوټلونو بېلا بېلې ۸ چاودنې وشوې چې په سلګونو کسان  مړه او ټپیان دي، په مړو کې هغه بهرني کسان هم موجود وو چې کلیسا ته د «ایستر» مذهبي ورځې لمانځلو لپاره راغلي وو.

د راپورونو پر اساس په دغه چاودنو کې د بهرنیو سیاحانو، پولیسو او نورو عامو خلکو په ګډون تر ۱۶۰ زیات کسان مړه شوي او ۵۶۰ نور ټپيان دي.

د سریلنکا حکومت په دغه هېواد کې کرفیو یا ګرځ بندیز اعلان کړی، او همدا ډول یې یو شمېر ټولنیزې رسنۍ هم په محدود ډول بندې کړي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د