فاروق وردګ: روانه اوونۍ کې به د پارلمان نوې دوره پرانیستل شي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱غويی، ۱۳۹۸ل): په پارلماني چارو کې د دولت وزیر فاروق وردګ وايي، ډېر امکان لري چې د روانې اوونۍ تر پایه د پارلمان د اوولسمې دورې پرانیسته وشي.

هغه چې د «ملت د حساب ورکونې» پروګرام خبرې کولې وویل، تر پنجشنبې یوه ورځ مخکې یا وروسته به د پارلمان اوولسمه دوره پرانیستل شي.

د ولسي جرګې ټاکنې د ګډ حکومت یوه بله ناکامه پروسه بلل کېږي، چې د شپږو میاشتو په تېرېدو يې لا هم پایلې نه دي معلومې شوې.

تېره کب میاشت کې باید د ولسي جرګې نوې دوره پرانیستل شوې وای، خو د نویو وکیلانو بشپړ لیست برابر نه و، چې له امله يې د ملي شورا ودانۍ تړلې پاتې شوه.

یادې ودانۍ ته نه زاړه وکیلان او نه هم نوي ځینې بریالي شوي وکیلان تر اوسه ورغلي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د