
د اشرف غني د واک دوام او د نوماندانو نیوکې
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱غويی، ۱۳۹۸ل): سترې محکمې د یوې پرېکړې له مخې د راتلونکي ولسمشر تر کاري پیل پورې محمد اشرف غني د واک د غځولو خبر ورکړی دی، چې بېلابېل غبرګونونه يې راپارولي دي.
د سترې محکمې تر دې پرېکړې وړاندې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو په ګډه اعلامیه کې خبر داری ورکړی و، چې حکومت عدلي او قضايي ارګانونه تر فشار لاندې راوستي او هڅه کوي چې ځان ته یو ډول «مشروعیت» ور په برخه کړي.
دوی ټینګار کړی چې د غبرګولي پر لومړۍ د اشرف غني قانوني «مشروعیت» پای ته رسېږي او باید پر یو بل بدیل غور وشي.
د اساسي قانون د ۶۷مې او ۶۸مې مادې له مخې د پنځه کلنې واکمنۍ په پای کې باید له ۳۰ تر ۶۰ ورځو کې ټاکنې وشي، خو دا چې ارګ دا وس نه لري نو ډېری نوماندان د مؤقتې ادارې وړاندیز کوي.
په ورته وخت کې حقوقپوهان پر دې باور دي چې ستره محکمې پر دې پرېکړه یوازې خپل حقوقي حیثیت زیانمن کړی دی چې که داسې چارو ته دوام ورکړي، نو څوک به يې سوداګریزو او مدني پرېکړو ته هم ارزښت ورنه کړي.
د ارګ پخوانی حقوقي سلاکار عبدالستار سعادت لیکي، د اساسي قانون د ۱۲۱مې مادې له مخې ستره محکمه دا صلاحیت نه لري چې اساسي قانون تفسیر کړي.
وړاندې تر دې هم د چارو شنونکو محمد اشرف غني د واک په «لېونۍ مینې» تورن کړی و، چې د دوام لپاره يې زرګونه ککرۍ رژولی او د سولې په څېر ملي ارمانونه هم له خنډ سره مخ کولی شي.