داودزي تر لویې جرګې وړاندې، پر طالبانو د هغې د پایلو د منلو غږ وکړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱غويی، ۱۳۹۸ل): د سولې عالي شورا د دارالانشاء رییس عمر داودزی وايي، د مشورتي لویې جرګې لپاره يې تیاری پای ته نږدې کړی دی.

هغه چې نن کابل کې خبري کنفرانس ته خبرې کولې وویل، طالبان باید د دې جرګې «مشورې» ومني.

داودزي ومنله چې دا جرګه له ګڼو لوریو تحریم شوې ده، خو په وینا يې دوی هڅه کوي چې انکاري اړخونه هم دې جرګه کې ګډون ته قانع کړي.

له مشورتي لويې جرګې سره د حکومت نیم شریک عبدالله عبدالله او د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو شاوخوا اوه تنه نوماندانو هم مخالفت ښوودلی دی.

دوی دا جرګه د سولې لپاره نه؛ بلکې د اشرف غني د ټاکنیز کمپاین یوه هڅه بولي، چې پر سوله‌ییز بهیر به هیڅ ډول اغېز ونه لري.

عمر دوادزي بیا ټینګار کړی چې دوی هڅه کوي دې جرګه کې د خلکو نظر ولري او په وینا يې د ګډونوالو شمېر به يې درې زره تنو ته ورسېږي.

پر دې جرګه ټول ټال پنځه میلیونه ډالر لګښت راځي، طالبانو د دې جرګې د جوړېدو له اعلان سره جوخت یو بې فایدې ګام بللی و.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
داکټر مسعود مليار
میلمه
داکټر مسعود مليار

داودزى صيب ته ښايى چي خپل وړانديزونه د ويلو دمخه تحليل کړى.
تر اوسه غونډه لا نده جوړه، نه يى طالب منى او نه يې شمالى ګروپونه، نيم دولت هم ورته د شک په سترګو ګورى.
دا فرمايش چى طالبان د دى غوڼدى پريکړې منى…..
يوڅه زياته غوښتنه ده. که غوښتنى لرۍ نو ورشى، پرى بحث وکړى او بيا د ورورى په فضا کى ورته حل پيدا کړى.