متقي: راتلونکی نظام باید منظم او مرکزي وي-ویډیو

قطر؛ طالبان د غونډې لپاره ورغلیو مېلمنو سره؛ ۱۳۹۸-۱-۳۱

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱غويی، ۱۳۹۸ل): د اسلامي امارت پر مهال د اطلاعاتو او کلتور وزیر او د مذاکراتي ټیم غړی ملا امیر خان متقي وايي، د منظم او قوي نظام راتګ يې د پالیسۍ بنسټ جوړوي.

هغه چې قطر کې د لغوه شوې غونډې ورغليو مېلمنو سره خبرې کولې وویل، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال طالب یوازینی څوک و، چې نورو تنظمیونو ورسره ستونزه نه درلوده، خو راتلونکې کې باید هر څوک د خپل مسلک پر اساس دندې پر مخ یووسي.

متقي د قطر د لغوه شوې غونډې په تړاو وویل چې حکومت په قصدي ډول د لغوه کېدو لپاره هڅې کولې، په وینا يې د غونډې لپاره لیستونه حتی پنځه ویشت ورځې وړاندې برابر او پر ګډونوالو هوکړه شوې وه، خو حکومت په وروستیو کې پټې غونډې پیل کړې، «سرې کرښې» يې ټاکلې او له شریکېدو پرته يې د ۲۵۰ کسیز لیست اعلان وکړ.

زیاتوي، د دې تر څنګ که دا ټول کسان له یوه ادرسه وای، ښايي یو جوړ جاړی ورسره شوی وای، خو دوی به واضح ویل «دا د خلیلي نفر دی، دا د اشرف غني نفر دی، دا د مسعود نفر دی، که پلانی کم کړی، پلانی خپه کېږي، که پلانی لرې کړې پلانی خپه کېږي.»

له دې سره جوخت د غونډې په اړه د حکومت څرګندونې هم هغه څه وې چې د غونډې اړوند يې ذهنونه ګډوډول، ښاغلی متقي وايي، دا ناسته د مسکو غونډې په تعقیب د نظرونو د اورېدو یوه کنفرانس و، خو اشرف غني او داودزي پرلپسې ویل چې د دوی ګډونوال د دوی «رسمي استازیتوب کوي.»

دا چې ولې طالبان له امریکا سره خبرې اترې کوي خو له کابل سره نه؛ ښاغلی متقي يې ګڼ دلایل په ډاګه کوي: «لومړی دا چې پر موږ امریکا برید وکړ، له برید وروسته، بیا بن کې غونډه وشوه بیا دا خلک راوستل شول، دویم دا چې کابل ادارې سره دومره اختیارات نشته چې یو اقدام وکړي، دوی چې پر کلي بمبار، د ماشومانو او مېرمنو وژنه نه‌شي غندلی، نو دا جرئت به وکړي چې امریکا ته ووايي چې ووځئ؟ او زموږ مبارزه به د امریکا تر وتلو دوام لري.»

دې طالب چارواکي وړاندې زیاته کړه، د کابل ادارې لپاره هم ښه ده چې تر دې «بې ځایه ټینګار» تېر شي، ځکه صلاحیت يې نه لري.

هغه په کونړ کې د یو کلي بشپړه ویجاړتیا، تخار کې د پوره ښارګوټي نړول او د هلمند ګرمسیر کې خونړي ملکي تلفات د نمونې په توګه یاد کړل، چې په وینا يې له زلمي خلیلزاد او سکاټ مېلر سره يې هم مخامخ مطرح کړي دي.

«موږ هغوی ته وویل چې دا نه درته وايو، چې پر مجاهدینو بمبار مه کوئ، مګر ماشومانو او مېرمنو څه کړي، دا خو اخلاقي جرم دی، پر بې دفاع خلکو حملې د څه ترجماني کوي؟»

امیرخان متقي دا هم وویل چې پر افغانستان د امریکا تر یرغل وړاندې يې هم هغوی ته د خبر وړاندیزونه کړي دي، په روانه مبارزه کې يې هم دا کار کړی او اوس چې دوی دا کار کړی، نو موږ د افغان خاورې له خوا ډاډ ورکوو او دوی باید پښې سپکې کړي.

نوموړي په تاکید وویل چې طالبان د واک هیله هم نه لري، خو د اسلامي، قوي او مرکزي نظام رامنځته کول يې هدف دی.

«نظام باید منظم وي، قوي وي، مرکزي وي، خیراتي نه وي، د هر چا سترګو ته نه ګوري.»

نوموړي د غونډې پر ګډونوالو غږ وکړ چې پر افغان ملت روان وحشت د نړۍوالو تر غوږونو ورسوئ او «موږ هم انسانان یو، غلطۍ مو را وښایاست، په ورین تندي يې اورو.»

تبصرې (5)

  • ډیر شه معقوله استدلال او منطقی خبری کڔی.
    افرین دی وی ستاسی پراستعداد او دلایلو باندی.
    رحمت دی پر تاسی باندی.
    د جماعت په ملا کی منطق او دلیل شته ولی د کابل په مکتابیانو کی داسی معقوله خلک نه شته دا ځکه چه زمونژ روشنفکران د غلامی ذهنیت لری.
    د روشن فکرانو څخه غلامی عقلونه یی اخیستلی دی.
    صرف د خپلو بادارانو د خوشحالول لپاره دلایل وڕاندی کوی او عذورنه یی لا د پاسه وی.
    خپلو بادارانو ته د هر قسم جرمونو مصونیت او براءت ورکوی.
    د روشنفکران منطق او استدلال دا دی چه وایی امریکا په مثال د لنگی غواه ده مونژ باید غواه ولوشو نه غواه د شکر څخه ونیسو.
    په حقیقت کی د امریکی مثال د سرکوزی ده او د دوی مرداری خولی دخنځیری په تینو کی دی.

  • خبرې خو ډېرې ښې او منطقي وې. په ځانګړې توګه هغه برخه چې وویل شول، کار به اهل د کار ته سپارل کېږي. خو نه پوهېږم چې دا ویډیو ولي په دې ډول خپرېږي؟ دا خو هېڅ منطق نه مني چې د چا خبرې دې نه ښودل کېږي. امنیت، یا بل هر څه چې وي د منلو وړ نه دي. مننه

  • کوم قيادت چې دغه ډول په صداقت، صراحت ، وسعت ظرفۍ او مهربانۍ له خپل ولس سره د سياسي او سر نوشت جوړوونکو قضاياوو د شرېکولو جرأت او وړتيا لري هېڅ دښمن به د دغه ډول قيادت او د هغه د ولس تر منځ فاصلې ايجاد نکړای شي. افغان ولس نور د داسې سياسي درايت او واقعيت پېژندنې د توان خاوند دی چې د غرب غلامان يې نور نشي غلطولی. په افغانستان کې نور نه د کمونېزم شعارونو ته ځای شته او نه هم د غرب بې بندوباره لېبراليزم او د ماکياوليزم پر منافقانه فلسفې ولاړو سياستونو ته. دلته به يوازې هغه اسلام حاکم وي چې الله تعالی خپلو ته خوښ کړی او رانازل کړی دی( و رضيت لکم الإسلام دينا). او د مقصد لپاره زموږ ولس د مليونونو ککريو قربانۍ ورکړې دي.

    • جوړ تازه.
      ولس قربانی ورکړه،خو ته له قربانی ورکولو څخه دجال(لندن)ته مهاجرت وکړ،چه د اسلام غم درسره وای او صحی مسلمان وای.نو ولی لندن دجال ته د پناهندګی وروړه؟هره ورځ وایی چه اغوذ با لله من الشیطن الرجیم.
      مګر په عمل کی د شیطن دجال انګریز لندن ته پناه وروړه.نو په خوله اعوذ بالله ویل څه فایده؟
      دستا راتګ افغانستان ته. سل په سله اسلام هم راشی ته نه راځی….
      جانانه لاړی اسمانی شوی…………..اسمان چه زمکی ته راځی قیامت به وینه.
      هسی بی ځایه خلک جنګ ته مه تشویق کوه،سوله ته تبصری لیکه

      • غميه جوړ تازه پخير خپله ښه يي کور کي قراري ده
        يوه خبره د چه ځني خلک په دجالي وطنونو کي ژوند کوي مګر ددي غيرت لري چه حق ووايي, خو د ځيني خلکو دسي مړا ماته وي چه د خپل په وطن کي ژوندکوي خو نه حق ويني نيي اوري او وايل خو ديره لري خبره ده.