طالبان: غزني او هلمند کې نیول شوي کسان موږ پورې اړه نه لري

د غزني نقشه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱غويی، ۱۳۹۸ل): د ملي امنیت ریاست وايي په هلمند کې يې د طالبانو له لوري د موسی کلا ولسوال او غزني کې د امنیه قومندانۍ د یو امر وژونکی نیولي دي، خو طالبانو يې ادعاوې بې اساسه بللې.

سرچینې په بېلابېلو خبرپاڼو کې ويلي، چې د عبدالغفور په نوم د موسی کلا «ولسوال» او په غزني کې د خالد په نوم چریکي بریدګر يې د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې نیولي دي.

ذبیح الله مجاهد لیکلي چې حکومت ملکي وګړي د زندان پنجرو ته د طالب په نوم اچوي، نیول شوي کسان په دوی پورې نه اړه لري او نه هم پر دې نومونو یادو سیمو کې د دوی ملګري شته.

هغه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: «د دښمن دا ادعا چي د اسلامي امارت له لوري د هلمند موسی کلا ولسوال یې اسیر کړی کوم حقیقت نه لري او نه په دې نوم زموږ په مجاهدینو کي کوم کس شتون درلود.»

غزني کې نیول شوی کس هم طالبان نه پېژني، خو حکومتي سرچینې وايي هغه ورته ويلي چې د څو پیسو په مقابل کې يې څو تنه عسکر وژلي دي.

ښاغلي مجاهد لیکلي: «موږ دغه خبره په کلکه ردوو زموږ یو مجاهد هم په غزني کې نه دی نیول شوی، د نیول شوي کس نوم او تصویر موږ نه پيژنو، دښمن عام خلک نیسي بیا تورونه پرې لګوي.»

غزني یو له هغو ولایتونو ګڼل کېږي چې د ښار څنډو کې يې هم طالبان واک لري او د ښار په زړه کې پوځي اهداف په نښه کولی شي.