افغانستان

حکمتیار: امریکا له ملکي تلفاتو ستړې، خو حکومت پرې وياړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱غويی، ۱۳۹۸ل): د حزب اسلامي مشر انجینر ګلبدین حکمتیار وايي، امریکایان د ملکيانو له وژلو ستړي شوي، خو حکومت بیا پر ملکي تلفاتو ویاړي او لاسته راوړنه يې بولي.

هغه وړمه ورځ د جمعې خطبه کې پر هغو دلایلو وغږيد، چې ولې د حکومت له جوړې شوې «مصالحې شورا» ووت؟

حکمتیار د هغې ناستې کیسه وکړه چې دی يې برخه‌وال و او زلمي خلیلزاد پکې په صراحت سره وویل، چې نور د افغانانو له وژلو ستړي شوي دي.

حکمتیار د چا نوم وانه خیست، خو ويې ویل چې همدې ناسته کې د ګډ حکومت یو «مسؤل» په کندوز کې د هغو عملیاتو یادونه وکړه په افتخار وکړه چې له امریکایانو سره یو ځای يې پکې یوولس تنه ماشومان او مېرمنې ووژلې.

هغه وویل چې د میدان وردګو ولایت همدومره شمېر تلفات يې هم د «ګډو عملیاتو» لاسته راوړنه یاده کړه.

حکمتیار امریکایان له شوروي اتحاد او حکومت له کمونیستي رژیم سره ورته وباله او د یو روسي جنرال ترخه خاطره يې هم یاده کړه.

هغه وویل، روسي جنرال پر یوې افغان مېرمنې د تېري له امله کورنیو چارو وزارت ته د بښنې په نیت ورغلی و، خو افغان چارواکو يې د همدې عملیاتو «ستاینه» او مننه کړې وه.

دا په داسې حال کې دی چې تازه سترې محکمې د اشرف غني د واک د دوام خبر ورکړی، چې خواله رسنیو کې د ځینو پلویانو تر څنګ يې پراخه غندنه شوې او دا يې د ملکي تلفاتو د دوام ګام بللی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سیدزرغون شاه آغا

امریکایان د افغانانو په وژلو ستړی سویدی. مګر ته بی حکمته نه دافغانانو په وینو موړ نسوی. الله(ج) دی د دوږخ په اور موړکه.

غمی،پښتین.

حکمتیار صاحب غږ می اوری؟
د عام ولس په وژنه ته هم ستړی شوی.مسعود ،ربانی،ګلم جم،شعیه ګانو هم په عام ولس سینه سړه کړه.
دا دی امریکا هم نورد قتل څخه لاس اخیستونکی دی.
دا د ستا پخوانی بادارپاکستان به کله د عام ولس له قتل څخه لاس اخلی؟
کله به د دا خپلو لاسپوڅو خوسا څڼی لنډی وی .اهدنا الضراط المستیقم لاری ته به یی برابروی؟

پټان لالا

ډير بې عقل انسان یې تعصبب او ضد اخیستی یې

Adam Khan

It looks like Hekmatyar Saib loves his old BADAR so much.
Hekmatyar saib used to live in the middle of US housing complex in the university town of Peshawar.

توکل

حکمتیاره، خو چه دومر پوهیژی او پوهیدی بیا ولی دومره ضد کوی؟!!

جلال

شه خبره یی کری دی.

پټان لالا

د آزادي مشر او ستر شخصیت دا خبرې بلکل د تائید وړ دي.

Back to top button
7
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x