حکمتیار: امریکا له ملکي تلفاتو ستړې، خو حکومت پرې وياړي

میدان وردګ؛ جغتو، بمبار کې د یوې کورنۍ ۱۲ غړي ووژل شول

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱غويی، ۱۳۹۸ل): د حزب اسلامي مشر انجینر ګلبدین حکمتیار وايي، امریکایان د ملکيانو له وژلو ستړي شوي، خو حکومت بیا پر ملکي تلفاتو ویاړي او لاسته راوړنه يې بولي.

هغه وړمه ورځ د جمعې خطبه کې پر هغو دلایلو وغږيد، چې ولې د حکومت له جوړې شوې «مصالحې شورا» ووت؟

حکمتیار د هغې ناستې کیسه وکړه چې دی يې برخه‌وال و او زلمي خلیلزاد پکې په صراحت سره وویل، چې نور د افغانانو له وژلو ستړي شوي دي.

حکمتیار د چا نوم وانه خیست، خو ويې ویل چې همدې ناسته کې د ګډ حکومت یو «مسؤل» په کندوز کې د هغو عملیاتو یادونه وکړه په افتخار وکړه چې له امریکایانو سره یو ځای يې پکې یوولس تنه ماشومان او مېرمنې ووژلې.

هغه وویل چې د میدان وردګو ولایت همدومره شمېر تلفات يې هم د «ګډو عملیاتو» لاسته راوړنه یاده کړه.

حکمتیار امریکایان له شوروي اتحاد او حکومت له کمونیستي رژیم سره ورته وباله او د یو روسي جنرال ترخه خاطره يې هم یاده کړه.

هغه وویل، روسي جنرال پر یوې افغان مېرمنې د تېري له امله کورنیو چارو وزارت ته د بښنې په نیت ورغلی و، خو افغان چارواکو يې د همدې عملیاتو «ستاینه» او مننه کړې وه.

دا په داسې حال کې دی چې تازه سترې محکمې د اشرف غني د واک د دوام خبر ورکړی، چې خواله رسنیو کې د ځینو پلویانو تر څنګ يې پراخه غندنه شوې او دا يې د ملکي تلفاتو د دوام ګام بللی دی.

تبصرې (7)

  • امریکایان د افغانانو په وژلو ستړی سویدی. مګر ته بی حکمته نه دافغانانو په وینو موړ نسوی. الله(ج) دی د دوږخ په اور موړکه.

  • حکمتیار صاحب غږ می اوری؟
    د عام ولس په وژنه ته هم ستړی شوی.مسعود ،ربانی،ګلم جم،شعیه ګانو هم په عام ولس سینه سړه کړه.
    دا دی امریکا هم نورد قتل څخه لاس اخیستونکی دی.
    دا د ستا پخوانی بادارپاکستان به کله د عام ولس له قتل څخه لاس اخلی؟
    کله به د دا خپلو لاسپوڅو خوسا څڼی لنډی وی .اهدنا الضراط المستیقم لاری ته به یی برابروی؟

  • It looks like Hekmatyar Saib loves his old BADAR so much.
    Hekmatyar saib used to live in the middle of US housing complex in the university town of Peshawar.