شعـــــرونه

غزل: جانان خدرخېل

جانان خدرخېل

ښه ځه تۀ ووایه چې دا نو د سړي ژوند دی!؟
ډمه دُنیا ده او زموږ پکې د سپي ژوند دی

یو بندګي ده ، بلې خوا ته د حوا مینه
د غنم غم نه مو جار کړی جنتي ژوند دی

خاونده! تۀ خو دا ودانه نړۍ ښه وینې
د افغانانو پکې څنګه دوزخي ژوند دی

ناشکري نۀ کوم څښتنه! تۀ مې وبښه
د زړۀ له ډېره درده وایم چې چټي ژوند دی

تر څو چې پلور او پېر کوو راباندې ړنګه شي
فاني دُنیا ، فاني بازار دی او فاني ژوند دی

مینه خو څۀ کوې، چې امن پکې هم نشته
زموږ له ډېرو خوشالیو نه خالي ژوند دی

که حقیقت راباندې وایې “خدرخېله” نو
مرګ دشهید مرګ دی اوژوند بیا دغازي ژوند دی

ــــــــــــــــــــــــــــــــ

۱۳۹۸/۱/۴

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close