څوک قانون غواړي او څوک يې نه غواړي؟

محمد اسمعيل يون

افغانستان کې قانون د قاعدې بڼه غوره کړې، له تطبيقي اړخه يې استثناات زيات شوي، کله چې پر لومړۍ درجه چارواکو د قانون د تطبيق خبره مطرحه شي، نو حالات او استثناات دمخه کړي. کله چې قانون د حاکم په ګټه وي، نو بيا د قانونيت چغې پورته شي او کله چې د قانون تطبيق يې ناکنټروله واک کنټرولوي، نو بيا د پلمو باران راخوشې کړي. هېڅ عقلمن افغان له دې خبرې انکار نه شي کولای چې په اوسني ګډوله حکومت کې د جمهور رييس په توګه د غني تر سوګند پنځه لس دقيقې وروسته اساسي قانون د همغه شخص له خوا تر پښو لاندې شو چې د همدې اساسي قانون د تطبيق لپاره يې سوګند خوړلی و. ما د يو افغان په توګه همغه وخت خپل غږ اوچت کړی، بيا چې په متواتر ډول قانون تر پښو لاندې کېده هم مې خپله چغه پورته کړې ده. د غني او عبدالله په حکومت کې د اساسي قانون له دوه- درې مادو پرته له نورو اکثرو مادو څخه په متواتر ډول سرغړاوی شوی او لا هم کېږي. په دې کې لومړۍ درجه مسول خپله جمهور رييس او بيا د حکومت نور چارواکي دي.

غوړه مال، ځانساتي، ورځچاري او نور چې د قانون د حاکميت په نشتوالي کې يې ګټه ده، هېڅکله به د قانون د واکمنۍ غږ پورته نه کړي، اوس يو شمېر کنځلماران هم له دې ډلې سره يو ځای شوي دي. ستره محکمه اساساً له اساسي قانون سره د نورو قوانينو مطابقت څېړي، که په هغو قوانينو کې د اشخاصو د واک د تمديد څرنګوالی راغلی وي، نو محکمه د همغې محتوا له مخې نظر ورکوي، حکومت د وضاحت وضاحت نه غواړي. اوس چې د جمهور رييس د کاري مودې مسئله سترې محکمې ته محول کېږي، سره له دې چې ابهام نه لري، خو همدې سترې محکمې ته له اساسي قانون سره د اجراييه رياست د تطابق او تفسير مسئله ولې نه وړاندې کېږي، دا خو دا مانا لري چې دا يو کار د ښاغلي غني په ګټه دی، هغه دې محکمې ته وړاندې کېږي او د اجراييه رياست لغوه چې د ملت او قانون په ګټه ده او اوس يې د حکومت پوره نيمه برخه ناقانونه کړې، پر هغې بيا سترګې پټېږي؟ د جمهور رييس د کار موده په قانون کې تسجيل شوې ده: ((د جمهور رييس وظيفه تر انتخاباتو وروسته د پنځم کال د غبرګولي پر لومړۍ نېټه پايته رسېږي، د جمهور رييس د کار تر پايته رسېدو دمخه د نوي جمهور رييس د ټاکلو لپاره انتخابات له دېرشو تر شپېتو ورځو پورې موده کې کېږي.)) دې برخه کې پوره وضاحت دی، کله چې يوه ماده کې ابهام نه وي، سترې محکمې ته يې وړاندې کول ضروري نه دي، خو که بيا هم مخالفو کانديدانو اعتراض درلود، د هغو له ليکلي اعتراض سره بايد د حکومت له خوا محکمې ته د تفسير او له اساسي قانون سره د تطابق لپاره لېږل شوې وه، دا ماده پوره وضاحت لري، نيوکه پر دې ده چې مبهم او متنازع مسايل ولې د تفسير او تطابق لپاره محکمې ته نه وړاندې کېږي؟ جمهور رييس بايد لا پخوا له سترې محکمې څخه د مبهمو مسايلو تفسير غوښتی وای او خپل مکلفيت يې پوره کړی وای، د پوښتنې وړ خبره دا ده چې که جمهور رييس ((تر انتخاباتووروسته)) عبارت ټيک کړي، ټاکنې يرغمل کړي، هر وخت ورته پلمې جوړې کړي، کولای شي تر پنځو کلونو پورې خپله موده وغځوي، دې حالت کې به څه کېږي؟ دا بحث يوازې د ښاغلي غني پر حاکميت نه دی، بلکې هر يو ته به دا لاره خلاصه شي.

اوس چې جمهور رييس د اساسي قانون له مخې ستره محکمه د خپل واک د غځولو يوه قانوني سرچينه ګڼي، نو ورته عمل به پر اجراييه رياست څنګه تطبيقوي؟ که د اجراييه رياست پوست محکمې ته مخکې شي، محکمه به ورته وايي چې دا خو په اساسي قانون کې هېڅ وضاحت نه لري، موږ څه وڅېړو؟ نو دلته بيا دا پوښتنه پيدا کېږي، که اجراييه رياست د قانون خلاف دی، سترې محکمې پرې ولې پنځه کاله ځان غلی کړ؟ او ولې جمهور رييس د دغه پوست د متصدي کاري موده دومره وغځوله؟ او که قانوني و، نو ولې له اساسي قانون سره سم د هغه د وضاحت مسئله محکمې سره نه مطرح کېږي؟ که له قانوني پلوه محکمې ته د محول کېدو وړ نه وي او يوازې د جمهور رييس په فرمان رامنځته شوی وي، نو دی بيا ولې دومره ترور شو چې د اساسي قانون خلاف کار وکړي؟ او که چېرې يې د پرديو په زور جبراً دا کار ترسره کړی وي، نو د استقلاليت دا دومره چغې خو په ښکاره د تکلف او تصنع ښکارندويي کوي، نو اوس که څوک رښتيا هم د قانون مينوال او لېوال وي، راځئ چې قانون پر ټولو تطبيق کړو. تر ټولو دمخه بايد جمهور رييس ته دا مسئله راجع کړو، ځکه دی لومړی سړی دی چې پر قانون يې قسم خوړلی او د قانون د تطبيق مسوليت لري. د مفکر صيب خيالي او نظري کنځلمارو ته چيلنج دی چې که تاسې کې رښتيا هم دومره متره وي، راووځئ د سترې محکمې مخې ته لاريون وکړئ، اجراييه رياست لغوه کړئ، له محکمې فيصله واخلئ، د بهرنيو چارو وزير لرې کړئ، امرالله صالح چې اوس تر قانون پورته کارونه کوي، د هغو مخه ونيسئ او که دا توره نه شئ کولای، لاړ شئ پر خپل ((محبوب)) مفکر مو فشار راوړئ چې پر عبدالله، محقق، خليلي او نورو پخوانيو او اوسنيو چارواکو چې د ده په حکم مقرر شوي او يا مقررېږي، قانون تطبيق کړي. يو دولتمشر چې په شپږو مياشتو کې د ولسي جرګې ټاکنې نه شي اعلانولای او د خپل دولت يو رکن نه شي بشپړولای، پر هغه له نيوکې ډډه کول په خپله لاقانونيت ته لاره اوارول دي.

کنځلمارانو ته اړتيا نه شته ځکه د هر کنځلمار په شخصيت کې په مستقيم او نا مستقيم ډول د هغه د ممدوح شخصيت انځورېږي. جمهور رييس تر شپږ سوه زيات مشاورين او نور قانونپوهان لري، هغوی بايد ټولو ناقانونه چارو ته قانوني ځواب ووايي. په همدې حکومت کې د هېواد او سيمې په کچه تر سلو زيات داسې لنډغر وو او لا هم شته چې د ښاغلي مفکر سيوری يې په توپونو ويشت، خو د همدغه غني په لاسليک په لوړو پوستونو کې مقرر شول او لا هم مقررېږي.

جرئت د چا د امنيت شورا مرستيال او مشاور و؟ عطا محمد نور څلور کاله د چا والي و؟ عبدالله عبدالله پنځه کاله د چا اجراييه رييس دی؟ احمد ضياء مسعود د چا ځانګړی استازی او درېیم مرستيال و؟ الماس د چا فوق العاده استازی دی؟ امرالله صالح د چا مخالف او اوس د چا مرستيال دی؟ په اوسني حکومت کې د لنډغرو له لېست څخه پوره يوه ليکنه جوړېږي.

زه د هغو اشخاصو له جملې څخه يم چې زما کورنۍ سل سلنه مفکر صاحب ته کمپاين کړی او سل سلنه رايه مو ورکړې، خو ښاغلي غني له خپلې څلور کسيزې کورنۍ څخه (۲۵) سلنه رايه راخپله کړې ده. يانې نه يې زوی، نه يې لور او نه يې هم مېرمنې رايه ورکړې، يوازې خپله رايه يې ځان ته کارولې ده. مفکر صيب د ټول افغان ولس پوروړی دی. زما اختلاف ورسره له هغې ورځې راغی چې پر اساسي قانون يې معامله وکړه، له لنډغرو سره يې ګډ حکومت جوړ کړ، هر کله يې چې قانوني ګام پورته کړی، موږ يې ملاتړ کړی، موږ ته قانون مهم دی، نه غني، نه مفکر او نه هم مفکرات، غني تر هغه وخته د تائيد وړ دی چې له قانون سره سم روان وي، البته پر مجبوريتونو او تنګلاسۍ يې موږ ټول پوهېږو، که له نورو جنګسالارنو سره د پرتلې خبره راشي، هلته بيا زموږ دريځ بل ډول دی.

ما ته يو وخت همدغه ښاغلي غني چې هغه وخت کانديد و، وويل چې لاس راکړه او ژمنه راسره وکړه چې تر کومه راسره ودرېږې؟ ما ورته وويل ډاکټر صيب! زه د ټلوالې او عبدالله دومره مخالف يم چې ته ورسره يو ځای شې، ستا مخالفت هم کوم. ده عبدالله سره له هرې نامشروع وجې چې و ګډ حکومت جوړ کړ، خو ما هم خپله ژمنه تر دې دمه عملي کړه. اوس که دی بيا له هرې لارې په ټاکنو کې بريالی شي، د عبدالله ځای به د ده پخوانی مخالف او اوسنی نازولی (امرالله صالح) نيسي او څوک يې چې خواخوږي دي هغه به حاشيې ته ځي، نو کنځلمارانو د شخص ستاينې پرېږدئ، قانون وپالئ! لږ وجدان او تاریخ ته هم خپله غاړه خلاصه کړئ!

avatar
6 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غوربندي
میلمه
غوربندي

يون صاحب

د ټولو هغو د ميندو لړمون دې خدای ﷻ وسيزي چې دې آفت ته يې رايه ورکړې ده!

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

یون صیب ډېر ناوخته پوه شو چي قانون تر شخص مقدم او لوړ دی( څه لیکلی قانون ،څه نالیکلی او قراردادی قانون).

pattang
میلمه
pattang

یون صیب رښتیا به سره وایو : د امریکیانو په اشغال کې هر چا خپل جوبونه ډک کړل ، خپل افغاني غرور، دازادي غرور او اسلام یې تر پښو لاندې کړل او په یوه ډیره بربري او غیر اخلاقي دود یې په اولس وژنه د تاریخي ظالمې امریکې له خوا سترګې پټې کړې او تر دالرو یې قرباني کړل ! تاسو محترم تر ټولو دکرزي په فاسده دوره کې چې ټول دشمال لنډغر ورڅخه راتا و شوي وو او په ملیاردو دالر یې غلا کړل او په زر ګونو افغانان یې د امریکایې وحشت په بمبارۍ کې تر خاورو لاندې… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

کوم قانون ، کوم حکومت ، کومی رای …. ؟ ځنی کم عقلان پر نورو د بيعقل ګمان کوی او فکر کوی چی نور می خطا ايستل په اصل کی دوی پخپله خطاوتلی ، کوم هيواد چی شا و خوا او لاندی باندی اشغال وی هلته قانون له کومه شو ، بل داچی غ ستاسو په رای ندی راغلی چی ستا اوس خپلی رای او د ته مو خپل صداقت ارمان دی ، تاسونه ياست خبر چی ع و غ د دوی ميريزی پلار جان وټاکل او و جان ته ستاسو رای نه وی معلومی . تاسو چی غ ښه… نور لوستل »

مجاهد
میلمه
مجاهد

یون نه یواځی رایی ورکړی حتی کمپاین یی ورته کولو یعنی د نورو رایوی یی هم ورله ترلاسه کولی . هو میرمنی ته یی زه ډیر درناوی لرم هغه یی له اوله مخالفه او مسلمانه خور ده . نشنلیزم د دجال بله لومه ده که اوسنی مثلث نامقدس ثلاته غلامه اداری بریالیتوب تر لاسه نه کړو د مصطفی کمال بچیان هم د دجال له خوا روزل شوی به خامخا کاروی یا د غفارخان اولاده وایی چه مونږ لړی پشتانه او بیا مسلمانان یو. اسفندیاز ولی د غفارخان لمسی په یوه تلویزونی مرکه کی وویل چه پشتونولی هم د یو دین… نور لوستل »

پتنګ
میلمه
پتنګ

یون صیب رښتیا به سره وایو : د امریکیانو په اشغال کې هر چا خپل جیوبونه ډک کړل ، خپل افغاني غرور، دازادي غرور او اسلام یې تر پښو لاندې کړل او په یوه ډیره بربري او غیر اخلاقي دود یې په اولس وژنه د تاریخي ظالمې امریکې له خوا سترګې پټې کړې او تر دالرو یې قرباني کړل ! تاسو محترم تر ټولو دکرزي په فاسده دوره کې چې ټول دشمال لنډغر ورڅخه راتا و شوي وو او په ملیاردو دالر یې غلا کړل او په زر ګونو افغانان یې د امریکایې وحشت په بمبارۍ کې تر خاورو لاندې… نور لوستل »