اصغر افغان د لوبډلمشرۍ مسووليت رسما ګلبدين نائب ته وسپاره

نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۱ غوايي، ۱۳۹۸ل): د افغان کرېکټ ملي لوبډلې پخواني مشر اصغر نن په سويلي افريقا کې د يو لړ مراسمو پر مخ د لوبډلمشرۍ مسووليت رسما ګلبدين نائب ته وسپاره.

په سويلي افريقا کې د تمريناتو پرمهال د کرېکټ بورډ مشر عزيزالله فضلي، مشر روزونکي ففليپ سيمنز او نورو ملي لوبغاړو په موجوديت د لوبډلمشرۍ خولۍ او چارې په رسمي ډول ګلبدين نائب ته وسپارل شوې.

اصغر افغان دغې ناستې ته د خبرو پرمهال ګلبدين نائب ته د نوي مسووليت مبارکي وويله او له نوموړي سره يې د خپلو تجربو، اړينې مشورو شريکولو او هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.

نوي لوبډلمشر نائب د اصغر افغان تيرې لاسته راوړنې وستايلې او له کرېکټ بورډ څخه يې پر ده د اعتماد او باور مننه وکړه.

له کله نه چې افغان کرېکټ بورډ د نوي لوبډلمشر پريکړه کړې يو شمېر ضد و نقيض راپورونه خپاره شول چې اصغر افغان پر ياده پريکړه ناخوښ دی او نه غواړي د ملي لوبډلې سره په سويلي افريقا کې يو ځای شي.

ټاکل شوې ده چې د کرېکټ نړيوال جام لپاره به سبا د دوشنبې په سهار د افغان لوبډلې پنځلس کيزه لوبډله هم اعلان شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د