جنت

جنتونه او د هغوی نعمتونه! «پنځمه برخه»

لیکنه او راټولونه: م. حمد الله «دانشمند»

د جنت درختې او د هغوی ستروالی:

په زیاتو آیتونو او نبوي حدیثونو کې د جنت له درختو او سایو نه يادونه شوې.

د جنت د خورماوو د درختې ډډ له زرغونو زمردو، د څانګو بېخونه یې له سرو زرو، له څانګو او پاڼو به یې جنتیانو ته جامې او ګاڼې پنځول کېږي؛ مېوې به یې د منګیو او سلواغو په څېر سترې وي؛ تر شیدو به سپینې، تر شاتو به خوږې، تر کوچو به پستې وي؛ په منځ کې به یې زڼي او تخم نه وي.

د «الظل الممدود» درخته:

ظل ممدود، یوه درخته ده په جنت کې پر خپل ډډ ولاړه ده، دومره ستره ده، چې یو تېز آس سپور به یې په سایه کې ۱۰۰ کاله هر پلو ته مزل کولای شي. یادې درختې ته به یې جنتیان او د لوړو ماڼیو هستوګن د مجلسونو او تفریح له پاره را وځي، د هغې له سایې نه به خوند اخلي؛ د ځینو جنتیانو به د دنیا ځینو لوبو ته زړه وشي؛ الله پاک به باد را ولېږي، یاده درخته به په ښورښت او شور راولي؛ د دنیا ټولې لوبې او سات تیري به پکې لیدل کېږي.

په جنت کې یوه درخته ده، چې د روزل شوي آس، کره سپور به یې سایه په ۱۰۰ کاله مزل نشي لنډولای.

د «الخلد» درخته:

شجرة الخلد، په جنت کې یو درخته ده، چې تېز آس سپور یې په ۷۰ /۱۰۰ کاله هم نشي پای ته رسېدلای.

د طوبى درخته:

شجرة طوبي، په جنت کې یوه درخته ده، پر یوه ډډ ولاړه ده، په سر کې پراخه ده، که اوښه یې په لمنه کې روانه شي؛ نو خپل ژوند به د زړوالي له امله وبایلي؛ خو پای به یې و نه مومي.

داسې هم راغلي، چې طوبی درخته د نورو جنتي درختو په څېر په ۱۰۰ کاله مزل نشي لنډېدلای، له غوټیو نه به یې جنتیانو ته جامې پنځول کېږي.

سدرة المنتهی:

سدرة المنتهی یوه جنتي د بېرې درخته ده، چې په الهي نور پوښلې، بې شمېره ملائکه پرې را تاو ېږي، د سرو زرو پتنګان پرې پرواز کوي، دومره بې شمېره رنګونو را پټه کړې، چې څوک ترې تعبیر نشي کولای. مېوه یې لکه د «هجر» منګي او پاڼې یې لکه د فیلانو غوږونه، د هغې له تنې نه دوه ښکاره او دوه پټ نهرونه را وتي: دوه پټ یې جنت ته ننوتي، دوه ښکاره نهرونه: یو د نیل او بل د فرات په نامه یادېږي.

د سدرة المنتهی د ستر والې په اړه په روایاتو کې راغلي، چې د هغې د یوې خاښلې تر سایه لاندې آس سپور ۱۰۰ کاله مزل کولای شي، تر یوه خاښله او څانګه لاندې ۱۰۰ سپاره وګړي سایه نیولی شي؛ په هغې کې د سرو پتنګان الوت کوي. یاده بېره اغزي نه لري، د اغزو ځای یې مېوې نيولی؛ د یوې بېرې په چاودېدو به ترې ۷۲ رنګا رنګ مېوې، چې خوند او رنګ به یې یو له بلې سره بېل وي؛ را ټوکېږې.

د جنت کرهڼه:

د جنت کرهڼه: سبحان الله، والحمد لله، و لااله الا الله، والله اکبر ده.

[سرچینه: خلاصه او غوړچان له «البدایة والنهایة: ۲۰/ ۳۰۳-۳۱۳، او د احادیثو له نورو شروحاتو»]

ــــــــــــــ
یادونه:

– د دنیا ونې (درختې) د جنت له ونو نه رغنده توپیر لري، هغومره سترې نه دي، د خزان په وړاندې بې ځواکه دي، یوه درخته یواځې یو ډول مېوه زرغونوي، پای یې د اور خوراک دی او … .

– د دنیا غوڅ اکثریت درختې اغزنې دي او د مېوو په منځ کې زڼي، تخم او مندکې لري.

– په جنت کې لمر، حرارت او یخني نشته، د جنت هره برخه رنګینه، ښکلې او ځلانده ده، د شپې او ورځې توپیر به د پردو د رنګونو په بدلون تر سره کېږي. کومه سایه چې په روایاتو کې د جنت په اړه یادېږي، له هغې نه راحت، یا ځانګړې سایه، یا … مراد ده.

– که غواړئ، په جنت کې ونې کېنوئ؛ نو یو ځل –

«سبحان الله، والحمد لله، و لااله الا الله، والله اکبر»

-ووایاست، پر مټ يې په جنت کې څلور (۴) ونې کېنوئ!

– رَزَقَنَا اللهُ اشجارَ الجنة وثمارَها!

نور بیا …

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د