د سترې محکمې د پرېکړې په تړاو څو لنډې خبرې!

خيرالله شينواری

لومړی: اشرف غني له لومړۍ ورځې مشروع او منتخب جمهور رئيس نه وه او نه دی، بلکې د جانکېري په وساطت د يوې معاملې په پايله کې راغلی مدير دی.

دويم: سترې محکمې د خپلې غير قانوني پرېکړې لپاره پخپله استدلال کړی چې داسې پريکړه سترې محکمې د ۱۳۸۸ کال کې هم کړېوه، يعنې که يوه غلطه پريکړه هغه وخت شوې نو اوس بايد بيا تکرار شي؟؟ بله دا چې “د افغانستان د اساسي قانون د احکامو له مخې ستره محکمه د اساسي قانون د تفسیر مرجع نده، د افغانستان اساسي قانون د یو سلو یو ویشتمه مادې د حکم له مخې له اساسي قانون سره د قوانينو، تقنيني فرمانونو، بين الدول معاهدو او بين المللي ميثاقونو د مطابقت څېړل، د حكومت يا محاكمو په غوښتنه او د هغو تفسير د قانون له حكمونو سره سم د سترې محكمې صلاحيت دى. په دغه ماده کې سترې محکمې ته د اساسي قانون د موادو د تفسیر صلاحیت ندی ورکړل شوی چې دغه شان چارې د قضايي قوی استقلالیت تر پوښتنې لاندې راولي.” (شيرين خان حبيب)

دريم: ستره محکمه د ۱۸ کالو راهيسې هيڅکله يوه خپلواکه قوه نه وه او نه ده، بلکې تل د سياسي طرفونو او حکومتونو تر تأثير لاندې پاتې شوې، که چيرته دا قوه خپلواکه وای د افغانستان د خلکو حالت او وضعيت ته به کتو به يې د يرغلګرو پوځيانو په تړاو يوه پرېکړه کړېوای، د شپنيو چاپو او بمبارونو په تړاو به يې يوه فيصله اورولې وای، يو جنګسالار، مافيا، لوی غل، مفسد او درغلګر به يې محاکمه کړی وای، د ملکي وژنو او وحشتونو د بندېدو په اړه به يې يوه توصيه کړېوای، مګر نه دې قوې تل فرمايشي او نمايشي پرېکړې کړيدي.

څلورم: سترې محکمې وييلي چې د خلکو د ګټې رفاه او د هيواد عليا مصالحو ته په کتو يې دغه پريکړه کړې، حال دا چې د اشرف غني په وجود کې د خلکو مال، ځان او ناموس خوندي ندی، امنيت نشته، اقتصاد کمزوری شوی، تر ۶۰ سلنه زيات خلک د فقر لاندې ژوند کوي چې حتی په دسترخوان له وچې ډوډۍ پرته بل څه نلري، جګړو زور اخيستی، تجارت بيحده کمزوری شوی، سرمايې کډه کړې، کرنسي راپرېوتي، د حکومت حاکميت محدود شوی، بهرنی سياست او اړيکې انزوا ته تللي، د ګاونډيانو او مغرضو کړيو لاسوهنې زياتې شوي، فساد په اوج کې دی، ماليه څو څو چنده لوړه شوې او په بدل کې خدمات بيحده کمزوري شوي او دې ته ورته نور او نور زيانونه ولس او نظام ته رسېدلي، نو بنأ پکار دا وه چې سترې محکمې ديوې ريښتينې خپلواکې قضائيه قوې په توګه د هيواد عليا ګټو ته په کتو فورا د بهرنيو ځواکونو د وتو د مهالويش اعلان، سولې ته د رسېدو او جګړې د ودرېدو پرېکړه کړېوای تر څو د جګړې په اطرافو لازم فشار وارد شوی وای چې مذاکرات نهايي پايلو ته ورسوي او دوی د علماوو او قضاتو په توګه خپل ايماني، ملي او وجداني مسؤليت اداء کړی وای.

و ما علينا الاالبلاغ
خيرالله شينواری

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی،پښتین.
میلمه
غمی،پښتین.

جوړ تازه.
د ستری محکمی له پریکړی څخه علاوه نور ډیر وحشی حکمونه کیږی یو څو مثاله
دولت طیاره جګه کړی بمونه غورځار کړی ولس قتل کړی پوښتنه یی څوک نشته.
طالیب د سرک په غاړه ودریږی له موټره مسافر راکوز کړی،همالته ګولی په وچولی.
یعنی طالیب او پیلوټ هم قاضیان او هم جلادن دی.
دولت او طالیب د یو بل پوری نه خاندی ،ستره محکمه بیا هم ډیره ښه ده.
ولس ته هم په هوا کی جلادن او قاضیان او هم په ځمکه.ولس ډیر ستړی شوی هم له ستری محکمی او هم د امارت نه.