پمپیو- غني ته: بین الافغاني کنفرانس اړین دی؛ ژر دې دایر شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲غويی، ۱۳۹۸ل):د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «مایک پمپیو» د ګډ حکومت له مشر «محمد اشرف غني »سره په تلیفوني خبرو کې د دوحې د بین الافغاني ناستې په لغوه کېدو خواشینې ښودلې او نوموړی یې هڅولی څو د بین الافغاني ناستو یاد کنفرانس ژر تر ژره دایرکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې؛ پمپیو له غني سره په خبرو کې د طالبانو پسرلني عملیات وغندل او ادعا یې وکړه چې امریکا به سولې ته د رسېدو تر مهاله د افغانانو تر څنګ درېږي.

اعلامیه وړاندې زیاتوي « پمپیو همدا راز د دوحې دبین الافغاني ناستې په لغوه کېدو  خواشینې وښوده او یاد کنفرانس یې یوې باثباتې سولې ته د رسېدو لپاره اړین وباله».

د اعلامیې په بنسټ؛ پمپیو غني ته څرګنده کړه چې باید اوسنۍ شېبې غنیمت وبولي او سولې ته درسېدو په موخه له ټولو لورو سره د بین الافغاني کنفرانس د ګډون کوونکو په سر هوکړې ته ورسېږي او هر څومره ژر چې ممکنه وي د دوحې بین الافغاني ناسته جوړه کړي.

یاده دې وي چې؛ د ګډ حکومت په منځ کې د اوږده لست په سر اختلافاتو د دوحې ناستې لغوه کړه چې له امله یې ګډ حکومت د بیلابېلو لورو تر نیوکو لاندې راغی.

طالبانو ګډ حکومت د یادې ناستې د لغوه کېدو مسئول وباله او په وینا یې؛ حکومت هڅه وکړه بین الافغاني کنفرانس د طالبانو او ګډ حکومت تر منځ په رسمي مذاکراتي ناسته بدل کړي.

بل لوري ته ګډ حکومت بیا ادعا وکړه چې د قطر هیواد له لوري ورته لېږل شوی لست «غیرمتوازن» وو چې له امله یې دوی یاده غونډه لغوه کړه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د