نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲ غوايي، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ غوراوې کمېټې نن د دوشنبې په ورځ د کرېکټ نړيوال جام لپاره د ګلبدين نائب په مشرۍ د پنځلس کسيزې لوبډلې نوملړ په ډاګه کړ.
په دغه ليست کې افغان لوبډلې د نوي لوبغاړو پر ځای يو وار بيا پخواني لوبغاړو ته فرصت ورکړی دی، چې حميد حسن، سميع الله شينواری او نور علي ځدران لوبډله کې شامل شوي دي.
په دې ليست کې افغان لوبډلې درې چټک توپ اچونکي هر يو حميد حسن، دولت ځدران او افتاب عالم، دوه آلراونډران او نور توپوهونکي شامل دي.
لوبډله په لاندې ډول ده:
ګلبدين نائب (لوبډلمشر)، محمد شهزاد، نور علي ځدران، حضرت الله ځاځی، رحمت شاه، اصغر افغان، حشمت الله شهيدي، نجيب الله ځدران، سميع الله شينواری، محمد نبي، راشد خان، مجيب الرحمن ځدران، دولت ځدران، افتاب عالم او حميد حسن.
Afghanistan Cricket Board Selection Committee announced Afghanistan’s squad for the upcoming ICC Cricket World Cup 2019.
Find out more: https://t.co/3FecMDpRcB#AfghanAtalan #CWC2019 #CWC19 pic.twitter.com/xCSFmXGLJV
— Afghanistan Cricket Board (@ACBofficials) April 22, 2019
ددې سربيره درې لوبغاړي هر يو سيد شيرزاد، کريم جنت او اکرام عيخيل په احتياطي لوبغاړو کې شامل دي.
حميد حسن له اوږدې مودې ټپي کيدو وروسته چې تير وار يې يو يو ورځنۍ لوبه په ۲۰۱۶م کال کې ترسره کړې وه يو وار بيل لوبډلې ته راستون شوی خو د غوراوې کميټې يې پر فټنس لا هم باوري نه دي، ددې په اړه د غوراوې کميټې مشر دولت احمدزي وويل: «له نېکه مرغه د حمید حسن بیا راتګ یو ښه زېری دی، خو بیا هم په راتلونکو تمریناتي لوبو کې د هغه فټنس او پیاوړتیا ارزوو».
د يادونې ده چې افغان لوبډله له تېرو څو اوونيو راهيسې په سويلي افريقا کې پر تمريناتو بوخته وه چې د غوراوې کميټې په وينا له تمريناتو او فټنس ټيسټ اخيستلو وروسته يې ياده لوبډله غوره کړه.