اومه هوږه خوړل په زیات عمر کسانو کې ددغه ناروغۍ مخه نیسي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲ غوایي، ۱۳۹۸ل): نوې څیړنې ښيي چې اومه هوږه خوړل د هغو کسانو لپاره چې عمرونه یې زیات وي د ځینو سختو ناروغیو په مخنیوي کې غوره ثابتیدلای شي.

په هوږه کې ځینې طبیعي مواد « Sulphide of allele» په معده کې شته ګټورې باکتریاوې زیاتوي، او د عمر لرونکو کسانو پر روغتیا غوره اغیز کوي، (انسان بدن کې دوه ډوله باکتریاوې لري، سمې او ناسمې، سمې یې د انسان په بدن کې کوچنۍ مادې په حرکت راولي چې ګټور ثابتیږي).

د امریکې ساینس پوهانو موندلې چې په اومه هوږه کې ځینې شته مرکبات کولی شي په کولمو کې په ملیاردونو کوچني موجودات (gut microbiota) ورغوي، دا د انسان په روغتیا کې مهم رول لوبوي.

د امریکې په کنټاکی ښار کې د لوسیفیل پوهنتون ډاکټر؛ جیوتیرمایا بیهرا وایي: زمونږ پایلو دې ته اشاره کړې؛ هغه خوراکونه چې هوږه په کې ګډه وي کولی شي د کولمو میکروبونو ساتنه وکړي، او په عمر لرونکو کسانو کې د ادراک او حافظې روغتیا غوره کړي.

همدا ډول ډاکټر نیتو تیاجي وایي: د کولمو میکروباتو ګډوډیدل په معدني جریان یا هاضمي سیستم کې مړاوې کیږي او یا هم له کاره لوییږي، او په همدغه عمر کې انسان د هیریدلو په (الزایمر) یا پارکنسون ناروغۍ اخته کیږي او له کبله یې حافظه او د ادراک ماده له منځه ځي.

په دې لړ کې پوهانو پر داسې موږکانو چې عمرونه یې شاوخوا ۲۴ میاشتې وو، د موږکانو دغه عمر د انسانانو له ۵۶ کلنۍ نه تر ۶۹ کلنۍ سره مساوي وي- ازموینه ترسره کړه، او دوی ته هغه ماده ورکړل شوه چې په هوږه کې موندل کیږي.

له معاینو وروسته پایلو کې وموندل شوه چې حافظه یې ښه شوې وه او همدا ډول د کولمو روغتیا یې هم غوره شوې وه، سربېره پر دې په دوی کې داسې ماده وموندل شوه چې کولمې له انفیکشن څخه ژغوري.

څيړونکي لا هم په لټه کې دي چې وموندي د عمر په ډیریدو سره څرنګه کولمې د حافظې په له منځه تلو کې رول لري، او په کوم ډول د هوږې استخدام وشي تر څو د الزایمر ناروغۍ له منځه تللو لپاره وکارول شي.

هوږه سلګونه کلونه وړاندې د درملنې په ډول کاریده چې اوس هم د یو شمېر سرطان مخنیوی کوي، لکه د تیو یا سینې سرطان، د معدې سرطان، د دویم ډول شکر او د زړه ناروغۍ په مخنیوي کې مرسته کوي.

همدا ډول د غوږ او غاښ درد ښه کولو، د زکام او ټوخي مخنیوي کې، ارام راوستلو، د مخ دانې له منځه وړلو، ویښتان توییدلو مخنیوی او د وزن په کمولو کې هم مرسته کوي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د