ارشیف

پکتيکا او غزني کې په ولسي وګړو چاپو کې ۱۲ تنو تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲غويی، ۱۳۹۸ل): د ګډو ځواکونو له لوري په ولسي وګړو چاپو او شپنو بريدونو کې يو ځل بيا دوولس تنه ولسي وګړي وژل شوي او څلور تنه يې له ځانه سره وړي دي.

د راپورونو له مخې د پکتيکا ولايت د سروضې ولسوالۍ په مارزکو کلي کې تيره شپه ګډو ځواکونو د ولسی وګړو په کورونو چاپې اچولې دي چې له امله يې د دوو ښځو په ګډون اوو تنه ولسي وګړي وژل شوي دي.

په ياده سيمه کې د چاپې پر مهال د ولسي وګړو کورونه او دوکانونه هم نړول شوي دي.

بل لور ته د غزني ولايت په قره باغ او ګيلان ولسواليو کې هم د ولسی وګړو په کورونو چاپو کې پنځه تنه ولسي وګړي وژل شوي او ګډو ځواکونو څلور تنه نور له ځان سره وړي دي.

د معلوماتو له مخې ګډو ځواکونو د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې څلور تنه ولسي وګړي وژلي او دوه تنه نور يې له ځانه سره بېولي، همدا راز ددې ولايت په ګيلان ولسوالۍ کې هم په چاپه کې يو تن ولسي وګړی وژل شوی او دوه تنه يې له ځان سره بېولي دي.

بل لور ته له هلمند ولايت څخه هم راپورونه وايي چې ددې ولايت په ګريشک ولسوالۍ کې هم د ولسی وګړو په کورونو چاپو کې عام خلک د عسکرو له لوري وهل شوي دي.

بايد وويل شي چې په دې وروستيو کې په ولسي وګړو د ګډو ځواکونو له لوري هوايي بريدونه او چاپې زياتې شوي دي چې له امله يې د عامو خلکو ژوند له ګواښونو او اندېښنو سره مخ کړی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د