زلمي خليلزاد بيا افغانستان او سيمې ته خپل سفر پيل کړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲غويی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان قضيې د سياسي حل له پاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمی خليلزاد افغانستان او سيمې ته خپل سفر بيا پيل کړ.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې نوموړی به په دې سفر کې افغانستان، پاکستان، هندوستان، روسيې، قطر او بريتانيا هيوادونو ته سفرونه وکړي.

وروسته له هغه چې زلمی خليلزاد د افغانستان د قضيې د سياسي حل له پاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د ځانګړي استازي په توګه ټاکل شوی دی، د افغانستان د مسئلې د حل په اړه يې دا اووم سفر دی.

تر دې وړاندې يې هم په دې اړه د افغانستان او قطر په ګډون د سيمې او نړۍ بيلابيلو هيوادونو ته سفرونه کړي وو.

ټاکل شوې ده چې د نوموړي دا سفر به د راتلونکې مئ مياشتې تر يوولسمې نيټې پورې دوام وکړي.

په ورته وخت کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين هم د فرانس خبرې اژانس ته ویلي دي چې له امريکايانو سره د خبرو اترو په راتلونکي پړاو کې به ډېر تمرکز له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو په څرنګوالي وي.

شاهين ويلي چې د مذاکراتو په تيرو پړاوونو کې د بهرنيو ځواکونو د وتلو هوکړې ته رسېدلي دي خو لږ څه شته چې بايد بحث پرې وشي.

تر اوسه هغه دقيقه نېټه هم معلومه نه ده چې دا ځل به په قطر کې د طالبانو او امريکايي پلاوي ترمنځ ناسته کله کيږي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
منتقم منګل
میلمه
منتقم منګل

پدی سفرونه دوران کی یی د افغان ولس بیخ وایست؛ ظلم وحشت دهشت اوج ته ورسید.

مجاهد
میلمه
مجاهد

زه وایم همدا خلیلزاد لوی انسانی شیطان یعنی دجال دی