سمنګان: د سکرو په کان کې چاودنې اته کان کيندونکي وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲غويی، ۱۳۹۸ل): د سمنګان ولایت په دره صوف ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو په يو کان کې چاودنې اتنه کان کيندونکي وژلي دي.

د سمنګان د ولايتي شورا رئيس راز محمد موحدي وايي چې دا پيښه تيره ورځ ناوخته ددې ولايت په دره صوف ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو په يو کان کې هغه مهال رامنځته شوه چې کان کېندونکي په کار بوخت وو.

موحدي ويلي دي چې په ياد کان کې دوه کاله وړاندې هم د چاودنې له امله ۱۴ کان کېندونکي وژل شوي وو چې له هغې وروسته ياد کان وتړل شو خو په وينا يې چې په دې وروستيو کې څو مياشتې وړاندې د فتح الله په نامه يو کس پرې بيا کار پیل کړ.

د نوموړي په وينا چې که څه هم په لومړي سر کې يې فتح الله ته ډېر ويلي دي چې ياد کان خطرناک دی او ګاز لري خو نوموړي يې د خبرو پروا نه ده کړې.

تر اوسه فتح الله په دې اړه څه نه دي ويلي خو د سمنګان پوليسو ويلي دي چې په دې اړه به نور جزيات وروسته له رسنيو سره شريک کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د