عبدالله عبدالله: د قطر ناستې په ځنډېدلو مو د سولې په برخه کې یو «فرصت» له لاسه ورکړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲غويی، ۱۳۹۸ل):د ګډ حکومت اجرائيه رئیس او راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند «عبدالله عبدالله» وايي، د قطر د بین الافغاني ناستې په ځنډېدلو مو د سولې په برخه کې یو ستر فرصت له لاسه ورکړ.

عبدالله چې؛ د وزیرانو شوری په نننۍ ناسته کې یې خبرې کولې وویل چې؛ سوله د خلګو اړتیا ده او نوموړی تیار دی هر ځای له طالبانو سره خبرو ته کښېني .

نوموړي زیاته کړه؛ ناسم مدیریت ددې لامل شو څو د قطر ناسته وځنډېږي او د سولې په برخه کې یو ستر فرصت له لاسه ورکړو.

د قطر بین الافغاني ناسته چې تمه وه د روانې میلادي میاشتې په ۲۰-۲۱ نېټو ترسره شي د ګډون کوونکو په سر اختلافاتو له امله وځنډېدله.

طالبانو حکومت د یادې ناستې د ځنډ مسئول وباله او ادعا یې وکړه چې «حکومت هڅه کوله څو؛ له بین الافغاني ناستې د طالبانو او ګډ حکومت رسمي مذاکراتي ناسته جوړه کړي».

ګډ حکومت بیا په قطر هیواد کې د غونډې د کوربنو له لوري رالېږل شوی لست غیر «متوزان» او  د بین الافغاني ناستې د ځنډ لامل وباله.

یاده دې وي چې؛ د بین الافغاني ناستې په ځنډ باندې په افغانانو سربېره ګڼو بهرنیو چارواکو هم خواشیني ښکاره کړه، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «مایک پمپيو» په یوه تلیفوني تماس کې د ګډ حکومت مشر ته څرګنده کړه څو ژر تر ژره اختلافات حل او بین الافغاني ناسته دایره کړي.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
داکټر مسعود مليار
میلمه
داکټر مسعود مليار

هم مى ووژنى پخپله
هم پر ما باندى ژړا کا
څه ښه يار دى ښه يى مينه
وژل هاسى شيون هاسى…..
پدى ليکنو زه وشرميدم. د سولى د خبرو پدى حساس او مهم پړاو کى بايد داغونډه ځڼډول شوى نه واى. اوس هم لا وخت شته او ښاغلى عبدالله د د خبرو پر ځاى عمل وکړى او کنه نو مسيو ليت يى خپل دى.

البوالوفاء
میلمه
البوالوفاء

رښتيا هم د قطر د بین الخائنين والطالبين ناستې په ځنډېدلو کی ځاينانو او وطنفروشانو هغه ستر فرصت چي واقعاً د دوی په ګته تمامېدی له لاسه ورکړ. تر څو چي له ګران هيواد څخه د امريکايي پوځيانو د وتلو هوکړه لاسليک سوې نه وي، بل هيڅ کار د افغان ولس او طالبانو په ګټه نه دی. د بې ګناه افغانانو دا اوسنۍ روانه او تېزه سوې وژنه هم هغه مهال په غوڅه توګه بنديږي چي د افغان وژني علة العلل منتفي سي. په هغه صورت کي به هر څه د افغان ولس او د هغو د استازو (طالبانو) په… نور لوستل »

ابوالوفاء