د شپې ناوخته خوراک کول مو په دغه «۹» خطرناکو ناروغیو اخته کوي!

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲ غوایي، ۱۳۹۸ل): د شپې لخوا ناوخته خوراک کول د چاغوالي سربېره انسان د یو شمېر نورو ناروغیو ښکار کوي، په دې لړ کې د «ریډرز ډایجست» مجلې راپور خپور کړی.

په دغه راپور کې د یو شمېر ترسره شویو څیړنو له مخې ویل شوي چې د انسان لپاره ډیر داسې لاملونه جوړیږي چې د شپې ناوخته خوراک کولو ته اړ کیږي، خو که چیرې په دې اړه پاملرنه ونه شي په هلاکونکو ناروغیو اخته کیدلای شي.

د بدن غوړوالی زیاتوي: په یوه څیړنه کې چې په ۳۱ بالغ کسانو ترسره شوه او د زیات وزن یا چاغوالي څخه کړیدل، پوهانو موندلې هغه کسان چې د شپې لخوا ناوخته خوراک کوي ددوی بدن د هغو کسانو په پرتله چې د شپې پر خپل وخت خوراک کوي زیات غوړ لري.

د معدې سوزش: راپور زیاتوي چې د شپې ناوخته نرم او غوړ خواړه کول د معدې د سوزش لامل کیږي، او دا د انسان لپاره ډيره دردونکي هم وي او کله د معدې نه خولې ته ترخې یا تروشې اوبه هم راځي، که د شپې ناوخته خوراک څخه ډډه ونشي نو د معدې کاکردګي منعکسه کیږي او هغه ستونزې چې احتمالي وي په جدي ډول بدلیږي.

د وینې فشار مو لوړوي: د شپې ناوخته خوړل مو د وینې فشار لوړوي، په ځانګړي ډول هغو کسانو کې چې ددغې ناروغۍ څخه کړيږي، د یوې څیړنې له مخې چې په ۷۰۰ کسانو ترسره شوې او د لوړ فشار ناروغي یې درلوده وموندله چې دوی د شپې له ویده کیدو دوه ساعته وړاندې خوراک کاوه او د هغو سره پرتله شول چې ناوخته خوراک یې نه کاوه، څیړنو موندلې د فشار کچې لوړوالی د شپې ناوخته په خوړو زیات شوی.

د شپې نارامه خوب: په یاد راپور کې راغلي هغه کسان چې د شپې ناوخته خوراک کوي د شپې خوب یې ارام نه وي، هغه خواړه یا څښاک چې کافیین لري لکه کافي، چای او یا تور چاکلیټ، دغه مو بدن ویخ ساتي چې ورسره مو خوب نارامه وي. دغه عملونه کولای شي ستاسې د معدې سوزش هم زیات کړي، د یوې څیړنې له مخې چې په ۱۰۰۰ کسانو ترسره شوې، هغه کسان چې یوازې په اوونۍ کې یو وار د معدې سوزش سره مخ کیږي هم ددوی ۴۰سلنه خوب او په راتلونکې ورځ یې تمرکز ګډوډ وي.

کالوریز دوه چنده کیږي: په عام ډول زمونږ په ټولنه کې د شراب څښاک په نشت حساب دي، خو د څیړنې له مخې هغه څوک چې د خوراک پرمهال شراب څښي دا نه یوازې کالوریز دوه چنده لوړوي بلکې دوی نورو خوړو او غلطو انتخابونو ته هم هڅوي.

د شپې تلویزون ته ناسته کول: یو شمېر خلک د شپې لخوا تلویزون یا لیپټاپ ته د ناستې پرمهال چې د خپلې خوښې سریال یا فلم ګوري، د پاپ کورن (جوارې دانې-پولۍ)، بسکټ یا نورو چپسو خوراک کوي، په داسې حال کې چې د شپې لخوا دغه شیان خوړل روغتیا ته زیان رسوي، ددې پرځای دې مڼه یا بله تازه میوه وخوړل شي.

غاښونه مو خرابوي: د شپې لخوا له هر څه وروسته د داسې شیانو خوراک کول چې سریښناکه وي، که هغه وچه میوه وي، لکه خرما، ممیز یا بل څه، دا مو غاښونو ته زیان رسوي، ځکه چې دا په غاښونو کې نښلي او تر ډیره پاتې کیږي، لومړی باید د شپې ناوخته دغه خواړه ونه خوړل شي، خو که بیا هم وخوړل شي باید غاښونه په کریم او برش پاک پریمنځل شي او خوله مو په بشپړ ډول په اوبو کنګال کړل شي.

بیولوژيکي ساعت ګډوډیږي: پوهان وایي چې د انسان په بدن کې د ورځني کارونو سمولو، خوب او ویښیدلو لپاره ساعت شتون لري چې په طبي اصطلاح ورته (بیولوژيکي ساعت) ویل کیږي، دغه ساعت د بدن هره شیبه څاري، د شپې په راتللو سره بدن ارام ته اړتیا لري، دغه ساعت د میلاټونین هورمون بدن کې پریږدي چې په مرسته یې انسان خوب ته هڅول کیږي، پوهان وایي که تاسې ددغه هورمون خوشې کیدلو څخه وروسته خوراک وکړئ دا د بدن سیستم مغشوشوي او کولای شي وزن مو زیات کړي.

وزن مو زیاتوي: د هر خوراک وخت کې تر دې اندازې خوراک کول په کار دي چې تر دویم وخته خوړو ته اړتیا ونه موندل شي، د وزن زیاتوالی او کموالی د انسان کالوریز پورې تړاو لري چې د ورځې په اوږدو کې څومره کالوریز استعمالیږي، که د شپې په لومړنۍ برخه کې دومره خوراک وکړل شي چې وروسته مو هم خوړو ته زړه کیږي انسان له ستونزو سره مخ کوي، باید هغه مهال تر دې اندازې خوراک وشي چې ناوخته مو د خوراک دروازه بنده وساتل شي.