پيښور کې د پوليو واکسين له امله ۴۰ ماشومان اغيزمن شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲غويی، ۱۳۹۸ل): د پاکستان د پښتونخوا ايالت په مرکز پيښور ښار کې د پوليو واکسين له امله شاوخوا څلوېښت ماشومان اغيزمن شوي دي.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې د پيښور په ماشو خېل سيمه کې د پوليو واکسين چې نن د سيمې ماشومانو ته شوی و له امله يې د څلوېښت ماشومانو روغتيايي وضعيت خراب شوی او روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د ماشومانو د وضعیت له خرابېدو وروسته د سيمې خلکو په اعتراض لاس پورې کړی او د ماشو خېلو سيمه ييز روغتون ته يې اور اچولی او شيشې يې په ډبرو ورماتې کړې.

د ماشومانو پلرونو او سرپرستانو ويلي دي چې بچيان يې روغ جوړ وو او روغتيايي وضعيت يې د پوليو د تازه واکسين له امله خراب شوی دی.

بل لور ته د پيښور د حیات اباد کمپلکس روغتون مسوولينو ويلي يې دي چې د واکسين له امله ماشومانو د سر چکر درلود او استفراق يې کاوه چې اوس يې روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ دی.

د پيښور د پوليو واکسين يو مسؤل کامران افريدي ويلي دي چې پوليو واکسين کوم جانبي عوارض نه لري او نه هم ياد واکسين له وخته تير و او اوس د ماشومانو وضعيت د ډاډ وړ دی.

په خواله رسنيو کې خپرو شويو ويډيويي صحنو کې ښودل کيږي چې ماشومان په روغتون کې له له تبې او سر درد نه شکايت کوي او عمرونه يې هم له لس دولس  کالونو څخه پورته ښکاري.

د يادونې وړ ده چې پوليو په افغانستان، پاکستان او ځينې نورو هيوادونو کې کيږي چې په دې وروستيو کې په افغانستان او پاکستان کې په بې سارې توګه دا پروسه پراخه شوې ده.

په افغانستان او پاکستان دواړو هېوادونو کې د پوليو د واکسين په اړه يو شميړ شکايتونه او نيوکې شته دي چې تر اوسه يې څوک د حکومتونو د ګواښونو له امله نشي په ډاګه کولی‌.

په پاکستان کې په دې وروستيو کې د پوليو له واکسناتورانو سره امنيتي سرتيري هم ګرځي او هغه کورنۍ تهديدوي څوک چې د پوليو د واکسين مخالفت کوي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د