افغانستان

د اشرف غني ساتونکو د «یو تلویزیون» مشر ډبولی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲غويی، ۱۳۹۸ل): د «یو» خصوصي تلویزون مشر عبدالله خنجاني وايي د اشرف غني ساتونکو نن غرمه مهال د ښار په منځ کې ډبولی او یو اطاق کې يې څه موده زنداني کړی و.

هغه وايي، له نورو خبریالانو سره يې یو ځای غوښتل چې د حکومت رسنیز تالار ته لاړ شي، خو زنبق څلور لارې کې د اشرف غني څلورو ساتونکو ډبولی، ټلیفون يې ترې اخیستی او څه موده يې اطاق کې ساتلی و.

خنجاني زیاتوي د عسکرو پلمه دا وه چې ګواکې له دوی مې تصویر اخیستی دی، په داسې حال کې چې په غیر قانوني ډول يې زما ټول وسایل پلټلي دي خو کوم ثبوت يې نه د موندلی.

خنجاني غوښتنه لري چې مسئله يې باید عدلي ارګانونو ته وسپارل شي او عدالت پلی شي.

په ورته وخت کې د ارګ ویاند هارون چخانسوري هم د پېښې پخلی کړی او زیاتوي چې له ښاغلي خنجاني يې بښنه غوښتې ده.

هغه دا هم وویل چې له عاملينو سره «به قانوني چلند وشي.»

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سیدزرغون شاه آغا

په افغانستان کی دیموکراسی دهمدی رسنیوله خوا باید پلی سی. تشریح سی. همدا رسنی مسولیت لری چی خلکو ته عامه پوهاوی ورکی.
نودا د رسنیو مسولین باید قربانی ورکی. وهل، ټکول، تحقیرول، توهینول، مرګ، ژوبله باید ومنی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close