عمران خان ایران کې: افغانستان کې د سولې له پروسې سره همکار یو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲غويی، ۱۳۹۸ل): د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په ایران کې د سفر پر مهال ویلي، که افغانستان کې سوله راشي نو شرایط به ښه شي او ایران او پاکستان دواړه به د میلیونونو مهاجرو کوربه نه وي.

هغه نن غرمه مهال له حسن روحاني سره ګډ خبري کنفرانس کې وویل، په افغانستان کې د سولې لپاره همکار دی او په وینا يې په سوله‌ییز افغانستان کې به يې سوداګریزي اړیکي هم ښې شي.

ښاغلي خان زیاته کړه: «زموږ هیله دا ه چې افغانستان کې سوله وي، موږ به له یو بل سره مرسته وکړو چې د افغانستان د ستونزې لپاره یو سیاسي حل پيدا شي.»

په وینا يې د سولې په راتګ سره به نه یوازې څلور لسیزې جګړې ځپلي افغانان ارام شي، بلکې د ایران، پاکستان او افغانستان پر سوداګریزو اړیکو به هم ښه اغېز ولري.

خان په داسې حال کې افغانستان کې د روانې ستونزې د سیاسي حل لپاره د مرستو یادونه کوي، چې څو ورځې وړاندې يې ویلي و، دی به بیا افغانانو ته «مشورې» ور نه کړي.

نوموړي څه موده وړاندې ویلي و، افغانستان کې د ټولې ستونزې «مؤقتې ادارې» سره حل کېدلی شي، چې د افغان سیاسیونو توند غبرګونونه يې را وپارول.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د