د متشبثینو عالي بورډ: د نا امنۍ له امله پانګې بهر ته لېږو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲غويی، ۱۳۹۸ل): د متشبثیونو عالي بورډ وايي، چې دولت په امنیت ټینګولو کې پاتې راغلی، ځکه خو غواړي خپلې پانګې بهر ته ولېږي.

د دې بورډ مشر رجم الدین حاجي اغا وايي تر اوسه د ګڼو سوداګرو د کورنیو غړي تښتول شوي او دوی ته هم ګواښونه شوي دي.

د هغه په وینا روان کال کې د سوداګرو د تښتونې، ګواښنې او ناخوندیتوب پېښې د تېر کال په پرتله څو برابره ډېرې شوې دي، چې پر سوداګرۍ او د ان د فابریکو پر تولیداتو يې بد اغېز کړی دی.

وروسته له هغه چې د یو صراف د کورنۍ کوچنۍ نجلۍ سهما وتښتول شوه، پانګوالو په اعتراضي ډول خپل کارونه په ټپه ودرول، خو دولت ورته د خوندیتوب ژمنې ورکړې.

د کورنیو چارو وزارت ادعا وکړه، چې دوی په دې برخه کې «جدي اقدامات» پیل کړي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د