روزګان: اربکیانو د خلکو کاروبار ټکنی کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲غويی، ۱۳۹۸ل): د روزګان په مرکز ترین‌کوټ کې د بازار اوسېدونکي شکایت کوي، چې اربکیان يې خپلو کارونو ته نه پرېږدي.

ازادي راډیو د ځايي اوسېدونکو له قوله وايي، چې اربکیانو «خپل‌سرو وسله‌والو» تر اوسه پورې ګڼ جنایات ترسره کړي دي، خو چا پرې غوږ نه دی ګرولی.

د رحیم الله په نوم یو تن ورته ویلي، چې زورواکي او اربکیان غلاوې کوي او ان قتلونه يې کړي دي.

هغه وايي یو دوولس کلن ماشوم يې څو ورځې وړاندې د خلکو تر مخ وواژه، خو هیڅوک ورته هیڅ نه وايي.

د روزګان امنیه قومندان ډګروال محمد خطاب خنجري بیا دا څرګندونې بې ځایه بولي او وايي چې دوی د ترین‌کوټ ښار لپاره چې یوازې څلور جادې لري، ګارنیزون جوړ کړی او په وینا يې «امنیت» يې ټینګ کړی دی.

د دې ولایت د ولایتي شورا وکیلان وايي، چې مرکز له کلونو راهیسې د طالبانو تر کلکې محاصرې لاندې دی او دولت تر پنځه کیلومتره ساحې هاخوا واک نه لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د