د طالب مرکچي پلاوي غړي

طالبان: راتلونکو مذاکراتو کې د بهرنيانو د وتلو پر جزییاتو بحث دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲غويی، ۱۳۹۸ل): د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وايي له امریکایانو سره په راتلونکو خبرو اترو کې به يې ډېر تمرکز د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي وي.

هغه د فرانسي له خبري اژانس سره خبرو کې د راتلونکو مذاکراتو دقیقه نېټه نه ده په ګوته کړې، خو زیاته کړې يې ده، چې په تېرو مذاکراتو کې د بهرنیو ځواکونو پر وتلو هوکړې ته رسېدلي او اوس يې باید پر جزییاتو بحث وشي.

هغه ویلي: «تېر ځل مذاکراتو کې له امریکا سره د بهرنیو ځواکونو په وتلو هوکړې ته رسېدلي يو، ډېر لږ جزئیات دي چې لا هم بحث ته اړتیا لري.»

تر دې وړاندې په همدې برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، د قطر له بین الافغاني ناستې وروسته به له طالبانو سره خبرې اترې ولري.

د طالبانو او مریکایانو تېرې خبرې تر دوه اوونۍ ډېرې اوږدې شوې خو کم جزییات يې له رسنیو سره شریک شول.

امریکا ویلي طالبانو ورته تضمین ورکړی چې افغان خاوره به د پردیو له لوري د امریکا پر ضد نه استعمالېږي او امریکا هم د بشپړو وتلو هوکړه کړې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د