افغانستان

اسوشیټیډ پریس: اشرف غني قطرناستې ته بلل شوي کسان ګواښلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲غويی، ۱۳۹۸ل): اسوشیټیډ پریس کابل قطر کې بین الافغاني ناستې د ځينو بلل شويو کسانو په حواله لیکلي، چې محمد اشرف غني ګواښلي و او د دولت پر استازیتوب يې په زور ګمارل.

سرچینې زیاته کړې، اشرف غني ځینې ګډونوال ګواښلي و، چې باید په یاد کنفرانس کې شخصي نظر ونه وايي، بلکې د کابل ادارې استازیتوب وکړي او دریځ يې بیان کړي.

تېره ورځ د طالبانو د مذاکراتي ټيم غړي مولوي امیر خان متقي هم قطر ته له بهر مېشتو ورغلیو افغانانو سره خبرو کې وویل، کابل ادارې په قصدي ډول د کنفرانس ګډوډې غوښتله او په لوی لاس يې غونډې ته خنډونه جوړول.

د هغه په وینا ژمنه شوې وه، چې دا ناسته به هم د مسکو ناستې په دوام یوازې د نظریاتو د تبادلې کنفرانس وي، خو په وینا يې «اشرف غني او داودزي رسنیو کې ټينګار کاوه چې د دوی د لیست کسان د دوی استازي دي.»

په ورته وخت کې اجراییه رییس هم ویلي، چې د قطر ناستې په لغوه کېدو سره مو یو فرصت له لاسه ورکړ، خو د امریکا د بهرنیو چاو وزیر مایک پمپیو بیا پر اشرف غني غږ کړی چې بین الافغانی ناسته مهمه ده او باید ژر ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
پتنګ

اخ اخ متفکر صیب لکه لېونی سپی اوس خپلې لکۍ ته خولې اچوي ! فسوس دې وي ستا په حال

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x