افغانستان

اجراییه ریاست: د اشرف غني د واک دوام، د حکومت دوام دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲غويی، ۱۳۹۸ل): تېره ورځ سترې محکمې په یوه پرېکړه کې محمد اشرف غني تر راتلونکي ولسمشر پورې پر همدې چوکۍ مناسب وګاڼه، چې ګڼ غبرګونونه يې را ولاړ کړل.

سره له دې چې حقوق‌پوهان د سترې محکمې دا پرېکړه ناقانونه بولي، خو د دې تر څنګ د اشرف غني د واک دوام دا پوښتنه هم را پیدا کړې چې د اجراییه ریاست برخلیک به څه کېږي؟

نن د وزیرانو شورا غونډه کې عبدالله عبدالله پر دې موضوع غوږ ونه ګراوه، خو د هغه د ویاند یوه مرستیال فریدون خوځون ویلي چې د اشرف غني د واک تمدید د ټول حکومت تمدید دی او اجراییه ریاست به هم کار ته دوام ورکوي.

خوځون زیاته کړه: «چې د ولسمشر واک دوام پیدا کوي، اجراییه ریاست ورسره جوخت دوام پیدا کوي.»

په ورته وخت کې د ارګ پخوانی حقوقي سلاکار عبدالستا سعادت لیکلي، ستره محکمه د اساسي قانون د ۱۲۱مې مادې پر اساس د اساسي قانون د تفسیر واک نه لري.

یو بل تن حقوق‌پوه وحید فرزه‌یی هم ورته نظر لري او زیاتوي چې دا یوه ناقانونه پرېکړه ده، په وینا يې دا تفسیر له حقوقي او قانوني پلوه د منلو نه دی.

محمد اشرف غني د ۱۳۹۳ل کال د تلې میاشتې په اوومه له عبدالله عبدالله سره شریک حکومت جوړ کړ، چې دوه کاله وروسته باید قانون تعدیل او د عبدالله موقف قانوني شوی وای، خو د دې هوکړې له تطبیق پرته د امریکا د بهرنیو چارو د وخت وزیر جان کېري د دې شریک حکومت موده درې کاله نوره وغځوله، چې میاشت وروسته يې اضافه شوې موده هم پوره کېږي.

د اساسي قانون پر اساس د یوې انتخابي دورې پای ته په نږدې کېدو سره باید د ۳۰ تر ۶۰ ورځو موده کې ټاکنې وشي، خو ګډ حکومت دا توان نه لري او راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماندان پر مؤقته اداره ټینګار کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سیدزرغون شاه آغا

ګیدړی ته ویل: چی شاهد دی څوک دی، هغه ورته وویل چی لکی می او خپله لکی یی وښورول. اوس ع،غ خپل اختلافات شاته پریښودله، او د یواوبل تائد یی شروع کی. ځکه چی ګتی مشترکی دی او غلا یو ځای سره کوی.

هارون

ګل مرجان د سپي د مچ حیثیت لري او اوس چې په غني پورې نښتی، په اسانۍ یې نه پرېږدي. دې ته وایي بېشرم او سیاسي فاحشه.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x