د ګډ حکومت د پیل شېبې

د اجراييه رياست تکليف

محمد اسمعيل يون

زما پر تېره ليکنه څوک قانون غواړي او څوک يې نه غواړي؟ مثبتې او منفي تبصرې راغلې وې. په دې کې يو شمېر خبرې منطقي وې، خو يو شمېر نورو بيا يوازې په سپوره خبرو خوله خوځولې وه. د هغوی په ځواب کې يوازې دومره ويل په کار دي چې د هغوی مرغلرې دې په خپله هغوی ته ډالۍ وي او که دوی يې مناسبې ګڼي، د دوی له خوا دې د دوی خپل مشر ته هم ډالۍ وي. خو اوس راځم خپلې اصلي موضوع ته چې په تېره ليکنه کې مې هم بحث پرې کړی و. اجراييه رياست او د هغه متصدي ښاغلي ډاکټر عبدالله عبدالله ته!

ښاغلي غني خو د اساسي قانون په مصداق د سترې محکمې په وسيله خپل تکليف څه نا څه رفع کړ، خو اوس به دا بل تکليف څوک رفع کوي؟

ستره محکمه به د اجراييه رياست عمر غځوي او که غځوي يې لېمټ يا حد به يې څه وي؟ تر بل اجراييه رييس پورې؟ د غني د واک تر امتداده پورې؟ د جوزا تر لومړۍ نېټې پورې، د ميزان تر (۶)مې پورې؟ او يا د عمر تر پايه پورې؟ د ټاکنو کميسيون به ورسره څه کوي؟ جمهور رييس خو د قانون له مخې استعفا ته اړ نه دی، که عبدالله عبدالله د جمهور رييس په کچه صلاحيت غواړي، نو بيا ولې غني ته يوازې جمهور رييس وويل شي؟ که تر هغه وروسته مقام کې راځي، نو که نوماند وي، بايد استعفا ورکړي، محقق هم په همدې ډلبندۍ کې راځي. له نېکه مرغه چې ما د ټاکنو په کمېسيون کې پر دې دواړو خپله قانوني عريضه ثبت کړې وه. د شکاياتو کمېسيون به د عبدالله او محقق دوسيه په کومه کته ګورۍ کې ارزوي، لوړپوړو دولتي چارواکو کې؟ که د جمهور رييس او د هغه د مرستيالانو په رول کې؟ که د جمهور رييس او مرستيال رول ورکوي، نو بيا خو بايد ستره محکمه د غني په شان د تمديد تفسير ورکړي او که لوړ پوړي دولتي چارواکی يې ګڼي، بايد له دواړو څخه استعفا واخلي!

جمهور رييس غني به څه کوي؟ ايا دوی سره به د ملي وحدت حکومت د هوکړه ليک پر اساس، چې له ده سره د تلې موازي پله ګڼل کېدله، چلند کوي، که د اساسي قانون د (۶۴)مې او نورو مادو د محتوياتو له مخې؟ که د هوکړه لیک له مخې وړاندې ځي؟ نو د هغه موده خو پوره شوه، ان لا درې کاله مخکې بايد لويه جرګه جوړه شوې وای او دا پوست قانوني شوی وای، هغه برخه هم پوره نه شوه او که د اساسي قانون له مخې ورسره چلند کوي، نو دې په قانون کې خو دا ډول کوم پوست نه شته، البته جمهور رييس کولای شي، د خپلو صلاحيتونو يوه برخه يو ارګان او یا چارواکي ته انتقال کړي، که د چارواکو په کټه ګورۍ کې يې راولي، ټاکنيز کمېسيونونه مجبور دي، له ښاغلي عبدالله او محقق څخه استعفاوې وغواړي.

اساسي خبره دا ده چې اوسنی حالت د تېر ناقانونه حالت زېږنده ده چې هرې خوا ته يې اړوې، د لاقانونيت مسير خپلوي. ما چې همغه وخت د يوه افغان او قانونپال په توګه چغې وهلې، اکثرو زه د فاشېست او متعصب په تور تورن کړم، اوس چې يو ځل بيا د قانون د تطبيق چغې وهم، د نويو ټوکېدلو او اومغلنو کنځلمارو له تورونو سره مخامخېږم، دا بېچارګان دومره خام دي چې د قانون او شخص، نظام او حکومت، نن او سبا توپير نه شي کولای. هېڅ مسول دولتي چارواکی چې څه نا څه يې پر حقوقي مسايلو سر خلاص دی، د خپل دولتي موقف له وېرې حقوقي بحث ته نه حاضرېږي، د دولت په استازۍ هغه اشخاص بحث کې رالوېږي چې اتيا سلنه يې پر عادي املا او انشاء نه پوهېږي. پخوا به اشخاصو حکومت ته ستوغې خبرې کولې، اوس د حکومت په استازۍ بېلابېلې ډلې او اشخاص ملت ته کنځلې کوي.

خپله خبره راټولوم، جمهور رييس، ستره محکمه، د اساسي قانون پر تطبيق د څار کمېسيون، انتخاباتي کمېسيونونه، نوې ملي شورا او نور اړوند ارګانونه بايد ژر تر ژره د اجراييه رياست مسله يو طرفه کړي. ګډ حکومت که څه هم په ځنګېدلې بڼه نږدې پنځه کاله دوام وکړ، خو د خدای (ج) فضل و د اساسي قانون د بدلون وس يې پیدا نه کړ. اوس جمهور رييس تر بل هر وخت په قوي دريځ کې دی. د محکمې نظر لري، د اساسي قانون وثيقه لري، د ټاکنيزو کمېسيونونو قوانينو دی په ښه دريځ کې ودرولی، په درې ګونو دولتي څانګو کې د پخوا په انډول ځواکمن دی، له ناحکومتي دښمن او سيال سره يې لا هم د بهرنيانو په مرسته واټن شته، جان کيري هم حضور نه لري، نو پر دې وخت چې دی اساسي قانون نه شي تطبيقولای، بيا خو نو هر څوک حق لري چې ووايي، دی رښتيا هم يو سياسي معامله ګر دی، له لنډغرو او شمالټلوالې سره دايمي ائتلاف لري، نه د قانون پروا لري او نه د ملت، يو ډارن دېکتاتور دی چې خپلو ته تېز او مقابل لوري ته ښه پڅ دی.

غني بايد پر اساسي قانون باندې د خوړل شويو قسمونو کفاره ورکړي، د جمهور رييس په توګه لومړی عبدالله او د شمال ټلوالې نور لنډغر او همدارنګه د هرې نامشروع ډلې ټول مافيايي عناصر له حکومته لرې کړي د ده په فرمان راغلي اشخاص په خپل فرمان له کاره ګوښه کړي او که بيا هم همغه خرک او همغه درک وي، نو د منتقدينو هغه خبره کېدی شي په رښتيا بدله شي چې ده ته کله کله د ((غلام ابن غلام)) خطاب کوي.

که غني له دغه اوسني قانوني او مقطعه يي ځواکه غوڅه قانوني او عملي ګټه پورته کړه، نو هم به حکومت مستحکم شي، هم به دولت قانوني مسير ته ولېږي، هم به مافيايي ډلې ختمې شي، هم به فساد له منځه لاړ شي، هم به ملت خوشاله شي، هم به سولې ته د يو واحد حکومتي ټيم په توګه لاره اواره شي او هم به په راتلونکو احتمالي ټاکنو کې د غني احتمالي بريا پر يقيني بريا بدله شي، د ليکوال يې يوازې ليکل، د سياستوال او حاکم يې عملي کول دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجاهد
میلمه
مجاهد

اسمعیل یون صاجب! دا چه تاسی پوهنتون کی فکر کوم د ادبیاتو پوهنځی په کومه څانګه کی پوهاند پروفیس صاحب یاست او د زوندون تلویزون تاسی پوری اړه لری ( که مثبت وکارول شی جنت او که نه دوزخ هم جوړیدی شی )، د دی وړتیاوو له مخی درناوی درته لرو. له بده مرغه زمونږ هیواد کی اسلامی علما ساینس او ساینسی علما د اسلام سره ناخبره دی هر یو یی د عوی کوی چه څه ناڅه پوهیږم مګر هغسی چه لازم ده او دوی او ملت ته یی ګټه ورسیږی نه پوهیږی همدا زمونږ لویه بدمرغی ده. اشرف غنی… نور لوستل »

ابوالوفاء
میلمه
ابوالوفاء

توبه، زما توبه ده پروردګاره ! د طالبانو په وختو کي يې څه کول، بيا په تېرو اتلوسو کلونو کي څه وو او اوس يې کوم مخ پر ايښی دی. دا بو قلمون مرتجعين عجيبه د هر حالته سره د ځان عيارولو په چلونو پوهيږي، هههه !

Hidayat shinwaray
میلمه
Hidayat shinwaray

زه یون صیب ته ډیر احترام لرم او هم پر ما گران دی خو زه غواړم چه یون صیب په سیاست کی سیاسی ثبات پیدا کړی.
زما په اند کوم استعداد چی په یون صیب کی دی په ډیرو کمو خلکو کی لیدل کییږی.
با ثباته یون صیب او با ثباته افغانستان غوارو.
With perfect people we can build perect afghanistan.