خلاصون لارې شورا: حکومت د سولې هره پروسه سبوتاژ کول غواړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳غويی، ۱۳۹۸ل):د قطر د بین الافغاني ناستې تر لغوه کېدو وروسته د یادې ناستې په اړه بیلابیل غبرګونونه راوپارېدل چې؛ تر ډېره یې ګډ حکومت د یادې ناستې په ځنډ تورناوه.

په همدې لړ کې د «خلاصون عالي شورا» تېره ورځ د هیواد له مخورو سره ناسته وکړه او د یوې اعلامیې په خپرولو سره یې ګډ حکومت د سولې د هڅو په تخریب تورن کړ او ادعا يې وکړه که دا حالت دوام وکړي دوی به یې په وړاندې ودرېږي، د ناستې په پای کې د خلاصون لارې شورا ګډونوالو په ګډه یوه اعلامیه خپره کړه، چې پکې راغلي «د امریکایانو او طالبانو د څو پرله پسې ناستو په پایله کې په بې پرې افغاني مذاکراتو هوکړه وشوه، چې لومړۍ ناسته يې په مسکو کې تر سره او پتیل شوې وه، دوهمه دوه ورځنۍ ناسته د اپریل په 20مه د قطر هېواد په پلازمېنه دوحه کې تر سره شي، خو د افغان حکومت لخوا په ناڅاپي توگه د 250 کسیزه اوږده لېست په خپرولو سره، کوربه هېواد ناسته وځنډوله او طالبانو هم د پخوا په څېر د افغان حکومت په نوم له ټاکل شوي پلاوي سره د لیدلو او خبرو ډډه وکړه»

اعلامیه وړاندې زیاتوي «افغان سوله د هېچا او ادارې شخصي حق نه دی، خو د هر افغان لویه او ستره هیله ده، چې د مخنیوي او سبوتاژ کولو هره هڅه يې مغرضانه او له دې ځورېدلي ولس سره د دښمنۍ په مانا بولي».

د اعلامیې په بنسټ «د افغان حکومت لخوا په ناڅاپي توگه د نا انډوله 250 کسیزه لېست خپرول، په داسې حال کې، چې د همدې نوملړ ډیری غړو لا پخوا د کوربه هېواد لخوا په ترتیب شوي لېست کې شتون درلود، دا انگېرنه ډاډمنه وي، چې حکومت د غیر مترقبه او شخصي نظرونو په وړاندې کولو سره د سولې هره ممکنه پروسه سبوتاژ کول غواړي».

په یاده غونډه کې همدا راز د مشورتي لویې جرګې رابلل بېځایه وبلل شول خو؛ د طالبانو او امریکا تر منځ د مذاکراتو له روانې لړۍ کلک ملاتړ وشو او ګډونوالو د بهرنیانو وتل د سولې د راتګ لپاره اړین وبلل «د طالبانو د دې دریځ، چې د امریکایانو یرغل او شتون په هېواد کې د سولې په وړاندې اساسي لامل دی، ملاتړ کوو او افغان ولس هم بهرنی اشغال د باعزته او ریښتونې سولې د راتللو په برخه کې لوی خنډ بولي.»

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د