نه مشورتي لویه جرګه او نه بین الا فغاني خبرې

محمد امین بسمل

لمړی خو مې له درنو لوستونکو نه یو څو پوښتنې:

۱ـ افغانستان اشغال دی او که نه؟

۲ـ د افغانستان ملي حاکمیت دچا په لاس کې دی؟

۳ـ د اتلس کلن اشغال او ناورین لوړ پوړي چارواکي دخپل واک دي؟

۴ـ یاد چارواکي ولې دفساد او ډول ډول جنایتونو باوجود نور هم نازول کیږي؟

۵ـ اجیرې ملېشې چې د پولیسو اوملي اردو نوم یې ورکړی د ملي او دیني انګېزي له مخې چارې مخ ته وړي؟

۶ـ د اشغالګرو له مرستې پرته به دا پاس ښاغلي یوه میاشت ځانونه ټینګ کړي؟

د شـپږمې پوښتنې رښتینی ځواب په حقیقت کې د دې نورو پنځو پوښتنو ځواب هم دی ما نا افغانســـتان اشغال دی، د افغانستان ملي حاکمیت داشغالګروپه لاس کې دی، چارواکي غلامان دي؛ له همدې وجې یې چاغوي اونازوي یا یې له یوې چوکۍ په بله کښېنوي اویاخو د اوپزیسیون ډرامه يي رولونه ورکړي ترڅو افغان اولس پرې وغولوي.

درنو لوستونکو!

په داسې بده ورځ او بدبختي کې د لویې مشورتي جرګې رابلل پخپله په لویه جرګه ملنډې وهل ځکه دي، چې یو خوا رابلوونکي غلامان دي او بل خوا بلل شوي؛ نه یوازې د اتلس کلن اشغال دماشین پرزې دي، بلکې په اولس کې بدنام او له اولسه لرې په مرکزونو کې د والیانو، ریئسانو او وزیرانو بوټ پاکان دي، هم هلته مړیږي اوهمهلته خړیږي ما په بي بي سي رادیو کې ورته د شیګړو ښځو نوم ورکړی، کومې چې د خسر له کوره بلې خوا ته وتښتي.

داخبره ما د اپریل په ۱۶په بي بي سي رادیو کې له سپین تڼي سره هم وکړه او د دوحې غونډې په اړوند مې انګېرنه او پېشبیني سمه راوخته.

اوس چې د دوحې غونډي د سبوتاژ ګوته ارګ ته نیوه کیږي نو آیا دا ارګ د پاسنیو پوښتنو له مخې تاسو ته مستقل ښکاري؟

ارګ غلام پاچا غلام ++ سپاه یې خامخا غلام

نو دا غلامان دومره سرکښه شول، چې د خپل بادار خلاف چارې مخ ته یوسي؟

نه نه دا هر څه د اشغال په غزولو پورې تړاو لري او تالۍ څټو ته ډول ډول رولونه ورکړل شوي مثلأ:

محب ته داسې رول ورکړ شوی، چې نیوکې وکړي او ارګ مستقل وښيي.

غني، کرزي، عبدالله، مرستیالانو او په اصطلاح جهادي مشرانو ته یې ځانګړي رولونه ورکړل شوي؛ څو عامه ذهنیت پخپلو منفي رولونو مغشوش کړای شي؛ دا واړه لکه پریم چوپړه داسې منفي اداکاران اوغولوونکي دي.

اوس نو که تاسې درانه لوستونکي له ما سره په پورتنیو جملو موافق یاست بیا خو نو منطق داحکم کوي، چې خبره باید له بادار سره یو طرفه شي نه له غلام سره.

ما په ډېرو لیکنو حتی لس کاله پخوا مې لا دا جمله بار بار لیکلې، چې لاس په لاس لګیږي، ما نا هر چا چې د طالبانو تاریخي او بې جوړې امارت له مینځه وېوړ طالبان باید له هغو سره توره اوسپینه وکړي نه له تالیڅټو سره یې.

د طالبانو دې کور ودان وي، چې دا د افغانیت او نارینتوب اصل یې په پام کې نیولی او په مخ روان دي.

له بل پلوه د ارګ لخوا د دوحې کنفرانس سبوتاژولو طالبانو ته لا نور درنښت او قوت هم ور په برخه او د کابل تالیڅټي د نړۍ په کچه نور هم ذلیل او منزوي شول.

اوس له طالبانو څخه د افغان اولس، کونډو او یتیمانو دا هیله ده، چې لومړی د اشغال خبرې له اشغالګرو سره مطلق یو طرفه او بیا وروسته د بین الافغاني خبرو په اړوند سوچ وکړي.

دم ګړۍ که په هره وسیله وي د دغې تش په نامه مشورتي لویې جرګې مخنیوی باید وشي اوکه ارګ په اصطلاح ددې مشورتي لویې جرګې په نوم د خپلو بوټ پاکانو په راغونډولو هم بریالی شي نوهره پرېکړه اوتصمیم یې باید مسخره او بابېزه وګڼل شي؛ دا ځکه چې هیواد اشغال دی او د اشغال ترسیوري لاندې دهرې پرېکړې او تصمیم نتېجه بیا هم د هیواد او اولس تباهي ده چې باید مخه یې ونیوله شي.

ومن الله توفیق

کاناډا ۲۱ـ۰۴ـ۲۰۱۹

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
9 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
1 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

بسمل صاحب الله چ دی اجرونه درکړی تل هر څه په ډاګه او حقایق کما حقه بیانوی. زه چه به ښو بدو پوه شوم، د کلیو امامانو به وخت ناوخت د دجال د فتنی یادونه کوله چه اخره زمانه کی به انسانی لوی شیطان د دجال په نوم په خره سپور کلی په کلی او کور په کور ګرځی د خره د هر ويشتنه څخه به یی څو ډوله موزیک اوریدل کیږی، له مدینی او مکی غیره ټوله نړی به ګز او ګام کړی یوه سترګه به یی نه او هغه بله به یی هم راوتلی او تر ټولو مهمه… نور لوستل »

عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

دروند ورور بسمل صاحب السلام عليکم ورحمة الله ! ستاسو دا لیکنه ټوله د تاييد وړ ده، په تېره دا چي واياست:«اوس له طالبانو څخه د افغان اولس، کونډو او یتیمانو دا هیله ده، چې لومړی د اشغال خبرې له اشغالګرو سره مطلق یو طرفه کړي او بیا وروسته د بین الافغاني خبرو په اړوند سوچ وکړي». رښتيا هم تر څو چي له ګران هيواد څخه د امريکايي پوځيانو د وتلو هوکړه لاسليک سوې نه وي او د دوی او د دوی د دغو ګوډاګيانو د دې ډول ډول رذيلو دسايسو لړۍ شلېدلې نه وي ، بل هيڅ کار ،… نور لوستل »

منتقم منګل
میلمه
منتقم منګل

د اشعال اوږدولو ته باید نور فرصتونه ورنکړل شی؛ د خلیلزاد سستی خبری او سفرونه په افغانستان کی اور لا پسی زیات شو.
اولیت باید د اشعال خاتمی ته ورکړو، دا واری خلیلزاد سره توره سپینه معلومه کړی.

جميل
میلمه
جميل

خيرونه مو په نصيب شه داچی ټرمپ څه غواړی او خليلزاد ته يی څه وظيفه ورسپارلی ،؟ د خليلزاد څو خبری د تامل وړ دی : په لمړی سفر کی يی وويل چی ما غنی ته وويل چی خپل مذاکراتی ټيم جوړ کړی ، د لاسته راوړنو او د ښځو د حقوقو لپاره يی وويل چی دا د افغانانو کار دی په مونږ اړه نلری ، د خپلو غلامانو سره يی تر وروستی غونډی وروسته وويل چی دوی د سولی مخالف دی پدی چی د دوی اولادونه په جګړه کی نه وژل کيږی ، هغه داهم وويل چی امريکا نوره… نور لوستل »

غوربندي
میلمه
غوربندي

بسمل صاحب

په ګوټو او قلم مو برکت شه،،، (پرېم چوپړه په دا رذیلو که خدای منې شرف لري،،، سره لدې چې هغه ډېر ناشولته رول کې لوبېده،،،)

د استاد بیانزي صاحب او دروند همت صاحب ارزښتناکې تبصرې په سرو زرو تلم،،،

په دې هیله چې ټول شرم د لاسپوڅو او ګوډاګیانو په برخه شي.

غمی،پښتین.
میلمه
غمی،پښتین.

جوړ تازه. تیر وخت کی کله چه روسان له افغانستان څخه ووتل.نو مجاهدین له غرونو څخه راښکته هر ځای یی له خاوری سره خاوری .یوازی کابل کی یو لک کسان شهیدان او کورونه یی ورڅخه چور.بلکه د جنګلک او بګرامی فابریکی یی کباړ او پاکستان ته ورسولی. دا چه تیر تاریخ تکرار نه شی،اول باید بین الافغانی غونډه وشی،افغانان په خپل منځ کی سره جوړ.یوه قوه باید موجوده وی چه مظلوم ولس د تیر په شان په وینو کی غوپه نه شی. اوس ولس دا وایی چه طالبه ته هم مسلمان زه هم مسلمان ته ولی نه راسره کینی؟ د… نور لوستل »

مجاهد
میلمه
مجاهد

پشتین ته : زه ښه دی چه په خبلو ماتی قانع شوی نظامی اړخ کی ناکام شوی له دی وروسته د نفس مقابل کی جهاد دی . هو دا سمه ده چه پرونی مجاهدینو مشرانو د نفس مقابل جهاد کی مات شول مګر طالبانو د نفس مقابل جهاد کی چه ناکام شوی وو سره جهاد وکړو هغوی یی د پنجشیر وادی ته ( لکه پیریان چه راحصار کړی ) راټول او محاصره کړی وو امریکی راخلاص او چارواکی او اسلامی امارت یی په نهای وحشت د ټولی نړی په غلامانو او بادارانو ونړاوه. مګر طالبانو د همت مټی راونغښتی د… نور لوستل »

غمی،پښتین.
میلمه
غمی،پښتین.

په خیرونو په خیرونو، مجاهد ته. د امریکا چه کوم مقصد وه هغه یی په افغانستان کی تر لاسه کړ ،د امریکا مطلب د القاعده ځپل او بن لادن محکمه ته کش کول وه ،چه القاعده یی ختم او بن لدن یی هم لوخړه کړ، نور افغانستان کی امریکا څه کوی؟، ،د افغانستان څخه یی علاوه ،سوریه،عراق،لیبیا ښه وځپله،تونس.مصر هم څه نه وټکیدل. جولان ،او بیت المقدس یی هم اسراییلو ته تحفه کړ، ترکیه په خپل عقل او څه نه څه په زور سره خلاصون وموند.په تیر اتلس کالونو کی اسلام او مسلمانان ډیر غټ نقصان د لیونی سیاست څخه… نور لوستل »

عبدالوا حد اڅګزۍ
میلمه
عبدالوا حد اڅګزۍ

ګرانولوستونکوبسمل صاحب واقاً بهترین تحلیل اوحقیقت څرګندکړۍ دۍ ،اشغال ګراوغلامان یی دقتل اوکشتاره هیڅ مسئولیت نه احساسوی پرآخرت دوی یقین نه لری افغانستان بیعلمه اوبی دفاع ملک دۍ په لویه مشرتی جرګه کی څوک رشتیا ویلای سی دورزګان وکیل بارکزی چه لږحقیت یی وایۍ څنګه په بی دردۍ یی شهید کۍ نظر محمد مطمئن چه پوره دافغانستان پردردخبری نسی کولا یوه ورځ په جیل کی او یوه ورځ په کور کی وی ملاعبدالسلا ضعیف هره ورځ محاصره وی،زماهم طا لبانووروڼوته دامشوره ده ترڅواشغال پایته نوی رسیدلۍ خبری اوناستی عبس وخت ضایع کول دی امریکایی اشغالګرکوښښ کوی وخپلومخوته رسیدل دخلیلزاد،اشر فغنی… نور لوستل »

محمدامین بسمل
میلمه
محمدامین بسمل

په دین او وطن میینو وروڼو هر یو محترم او قدردان همت صاحب ، محترم بیانزی صاحب، محترم جمیل، ګران غوربندي صاحب، ګران مجاهدصاحب، ګران اڅکزی صاحب اومنګل صاحب اسلام وعلیکم ورحمت الله برکاته. له مینې او خلص څخه مو تل منندوی یم تاسو هر وخت زما د زړه په زخم درملیزه پټۍ ایښې او ما ته مو ډاډ راکړی، چې د ګران هیواد دا ناسوري زخم به انشا الله تعالی درمل شي. هو! زموږ ټولو دایو ارمان (استقلال) دی کله مو چې دا لوی نعمت په برخه شو بیا نو زموږ دین، ننګ، ناموس، معنوي دنیا له مادي دنیا… نور لوستل »