ولسمشر اشرف غني

که اشرف غني پر وعدو وفا کړې وای!

لیکوال: عبدالحافظ کاکړ‎

کله چې د کرزي د حکومت په دور کې اشرف غني د یو مامور په حیث کار کاوه، نو ټولي هغه منفي نکتې به یې یاد داشت کولې پر کومو چې ولس د حکومت څخه متنفر او فاصله اخسته لکه: په حکومت کې په پراخه کچه فساد ، په واک کې د تنظیمي ګوندونو غوښنه برخه، اکثرا پښتانه صحنې ته کول بیا په لوۍ لاس د مخالفینو لیکو ته ور ټېل وهل، د کلیو او ښارونو ترمنځ واټن ایجادول، بې واسطې کار نه کول، په دولتي چوکاټ کې د لوړ پوړو چارواکو په غوښتنه ګمارنې، د طالب په نامه د مشتبه افرادو څخه د زندانونو ډکول، تنظیمی ملیشې یو ځل بیا پر ولس مسلطول، دا ټول هغه څه وو چې ولس خپل راتلونکۍ د کرزي په حکومت کې نه لیده،!

غربیانو هم چې په سر کې یې امریکا قرار درلود، باید نړۍ او خپلو ملتونو ته په افغانستان کې لاسته راوړنه ښودلې واۍ نو یې د دموکراسۍ د تحقق تر شعار لاندې باید ټاکنې کړي وای، هر پنځه کاله وروسته باید ټاکني وشې، او د قانون مطابق یو شخص تر دوه قانوني دورو څخه زیات ولسمشر نشي پاتي کیدای نو! څرنګه چې د کرزي قانوني دوره پوره کیدله د بدیل په اړه یې فکر وکړ، کنه نو په افغانستان کې هیڅ ولسمشر اماده نه دی چې په خپله خوښه تر چوکۍ تیر شي، د کرزي د دوهم ځل واکمنۍ کې د امریکایانو سره اړیکي خړي پړي شوې، امریکایانو ټینګار کاوه چې ستراتیژیک تړون امضاء کړي خو، کرزي ورته شرطونه د ملت په ګټه درلودل هماغه وو چې د راتلونکي ولسمشریزو ټاکنو لپاره اشرف غني غوره بدیل وو، غربیانو غني ته د لابۍ په موخه ظاهرا یو لوی مسؤلیت وسپاره هغه هم د واک لیږد تر عنوان لاندي د خارجي قواو څخه افغان ځواکونو ته د قدرت انتقال، دغه ماموریت په اصل کې د امریکایانو له خوا اشرف غني ته د کمپاین ښه موکه په لاس ورکړه څو د افغانستان اکثریت هغه جنګ ځپلو ولسوالیو ته سفرونه وکړي، او په هغو غونډو کې برخه واخلي چې د ظاهرا د واک د لیږد په موخه جوړې شویدي، او د هرې غونډي په څنګ کې به یې د سیمي د قومي مخورو ځوانانو سره لیدل او د راتلونکو ټاکنو په اړه به یې خپل پیغام شریکاوه د تلیفون د شمېرو تبادله به هم وشوه د دغو جنګ ځپلو سیمو د اوسېدونکو دردونه به یې هم واورېدل،! او همدارنګه د غرب ټول تبلیغاتي ماشین د هغه په ګټه کار کاوه لکه نیویارک ټایمز، سي این این، وال سټریټ ژورنال، ګارډین ورځپاڼه …..کله به یې ویل چې روسیې ته یې نسخه ولیکله اوسېدونکې یې د سرو زرو مالکان شول، افریقا یې په نسخې سره د غربته وژغورله …..

کله چې ټاکني رانژدې شوې کرزي غوښتل چې لویه جرګه جوړه کړي او د متحده ایالاتو سره د ستراتیژیک تړون په اړه د ولس نظریات واوري او یا هم د جرګې له لاري دا کار راتلونکي حکومت ته پريږدي!

غني ددې کار سره مخالفت وکړ او فکر یې کاوه چې کرزۍ غواړي جرګه د ځان په نفع کړې او د راتلونکي لپاره بیا داځل د جرګې له لارې ولسمشر کړې خو! د اشرف غني تعبیر ناسم وو، کرزي د جرګې له لاري ځان د یو لوۍ مسؤلیت څخه خلاص کړ او دا کار یې راتلونکي ولسمشر ته پریښود!

اشرف غني او ټاکنیز شعارونه یې!

څرنګه چې غني ته د ولس اصلي ستونزي مالومي وې نو د(تحول او تداوم) تر ټاکنیز شعار لاندي یې ټاکنیز کمپاین پیل کړ، او د ولس سره ژمني شروع کړې چې په لاندې ډول یې نمونه را اخلو:

۱-ټولنیز عدالت

۲-اقتصادي ازادي

۳-د بندونو سړکونو او پلونو جوړول

۴-د ټولو هغه بندیانو ازاديدل چې د طالب په نامه نیول شوي

۵-د شپنیو عملیاتو بندیدل

۶-د خود سره ملیشې یا اربکي خالی سلاح کول

۷- د قدرت جزیرې ختمول

۸-د خپل سره وسلوالو د قومندانانو نیول او بندی کول

۹- بنسټیزي پروژې جوړول چې دې سره به زرګونو هیوادوالو ته د کار زمینه پیدا شې…..

۱۰-سوله را وستل

د پورتنیو مواردو یې نژدې یوه هغه هم عملي نکړه:

۱-طالب بندیان یې له ولایاتو باګرام او پلچرخي ته یوړل

۲-د زندان موده یې ورته دوه چنده کړه

۳-شپنیز عملیات زیات او د بمبارونو نتیجه کې د ملکیانو وژل څو چنده زیات شول دده پخپل خبره چې د واک موده کې یې ۴۵۰۰۰یوازي سرتیري وژل شوې تر دې څو چنده زیات ملکیان وژل شوي.

۴-د واک موده کې یې د ولایاتو غزني او کندوز برسېره د ولسوالیو سقوط .

۵-فقر بې کارې ګراف لوړېدل د هیواد څخه د ښه ژوند په موخه د ځوانانو تیښته!

۶-د خپل سرو وسلوالو نیول او بیرته د معاملو په ترڅ کې خوشې کول (علیپور، قیصاري، او تره خیل).

تر ټولو بده یې لا دا چې بېرته د هغه اشرارو تنظیمي ملیشو غیږ ته پناه وړل د کومو د لاسه چې هیواد په کنډواله بدل شو، هغه ملیشې کومو چې د صالح تر مشرۍ لاندې د زرغون او نارنجي حرکتونو تر نوم لاندې د ارګ د نیولو تهدیدونه ورکول او د مسعود د تلین څخه په استفادې سره په پلازمینه وحشت او دهشت خپراوه د همدغه پښتون ضد ملیشو مشر د لومړي مرستیال په توګه ټاکل کیدل، او بدتره یې لا داچې د سولې آمیدونه په لغته وهل، د باعزته سولي تر نامه لاندې د قطر غونډې په څیر هغه مهم غونډه چې د نړۍ افغانانو هیلې او امیدونه ور پورې تړلي وو سبوتاژ کول.

متأسفانه پورتني وعدو ته په کتو په کومو کې پاتې راغی، فکر کوې چې اوس هم په ولس کې محبوبیت لرې او بیا به هم ولس تیر باسي، یوازې څو محدود کرایه شوې درباري فیسبوکیان دي چې د پاچا مدحې او قصیدې وایې!

په پاۍ کې راځم خپلې خبري ته که غني پر خپله وعده وفا کړې وای، یقینا نن به یې د فیسبوک ور هاخوا د ټولو افغانانو په زړونو کې ځای درلود، تابه ویل زه نه غواړم نوماند شم ولسمشر سم ملت به نه پرېښودې، نه داسې لکه اوس ته وایې ټاکني غواړم ملت وایې سوله غواړم!ځان دي د ولس سره په ټکر کې واقع کړی دی، پوهیږې!چې د ملت سره په تقابل کې څوک بریالی وي؟!!!!

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
2 د تبصرو شمېر
3 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غوربندي
میلمه
غوربندي

داسې محسوسیژي چې ښاغلی اشرف غني به د معمر القذافي په سرنوشت مبتلا کیژي،،، یانې اخر سر به د کابل ښاریانو په لاس په سړکونو او کوڅو کې راکاږل کیژي،،، غافلګیر لدې چې فیسبوکي دو پایه سپیان چې ګرده ورځ د زرکلن په دفاع کې خلکو ته غاپي، نشي کولای په عمل کې دوی ته نجات یا پناه ورکړي. د اشرف غني جفاکاره عملکرد ټول پلان شده او د قوي تبلیغاتو په مټ عملي شول او لا هم دوام لري،،، دده تر راتلو وړاندې حتی د نن ټکي اسیا په تبصرو کې هم یو ملعون تبصره لیکونکي شتون درلود چې… نور لوستل »

غمی،پښتین.
میلمه
غمی،پښتین.

جوړ په خیر.
قدافی،یاسر عرافات،صدام حسین، خودری سره یهودو د مسلمانانو په لاس شهیدان کړل،عجیبه تبصری لیکی بیا د لکه چه پیاله یا غمیزه وهلی ده،

غوربندي
میلمه
غوربندي

غمی صاحب تاته مې مخکې هم ليکلي وو چې له خپلو عينکو نورو ته نظر مه کوی،،، د پيالې يانې شرابو څښل د غولو له خوراک څخه هم پرېوتی عمل دی، يو ځل څښل يې له انسان څخه حيوان جوړوي او تر ټولو مهم دا چې د ساينسي او اروايي څېړنو له مخې شراب څښل د انسان په بدن کې د هغه د ټولنيزو مسووليتونو افکار او احساسات د تل لپاره وژني،،، په بل عبارت د خېټې، خوټو او خوب په محدوده کې انسان د خپل نفس غلامی ته اړ او مسخ کوي. هيله ده زما پورته خبرې مو کونډ… نور لوستل »

حکیمي
میلمه
حکیمي

یالکه نجیب آریانا چوک
داشغال بدبخته مزدورانوته ترهغه ښه برخلیک باید نه وي
اریانا چوک

مجاهد
میلمه
مجاهد

غوربندی صاحب ! زمونږ د هیواد ایزمیان ( کمونستان ، نشنلستان او …) د بارنو په مثالو نه خوښیږی، ځکه خو درڅخه پشتین خوابدی شوی او یا په قار شوی، د هغه مطلب دادی چه د قذافی په ځای نجیب ، داود، ترکی او امین ولی نه یادوی ؟