په لوړ همت کي افراط نسته

ژباړن عبدالمالک همت

حقيقت دادی چي په لوړ همت کي افراط (تر حد او اندازې تېری) نسته . هر شی چي په دې کايناتو کي سته، افراط او تفريط ، غل او غش هرو مرو پکښي پيدا کيږي، خو لوړ همت افراط هيڅکله  نه پېژني. نو د لوړ همت د څښتن په هکله هيڅ نه سي ويل کېدای چي هغه په خپلو هيلو او غوښتنو کي افراطي دی.

د لوړ همت په خاوند کي چي کله د لوړ همت شروط، حدود او قواعد پيدا سي، بيا هغه هيڅکله په دې چاره کي په افراط کولو نه ستايل کيږي، بلکي د هغه همت مستقيم، تل تر تله او ثابت وي، هيڅکله په هيڅ شي نه قطع کيږي او د هيڅ پولي او خنډ په وړاندي نه دريږي. البته شرط دادی چي همت يې د ده د ځان د قدر او ارزښت پر پېژندلو ولاړ وي او د ده د خوښي د چارو د تر سره کولو او له ناخوښو چارو له ډډي کولو په لار کي د ده د ور سره امکاناتو سره سم د ده پر هلو ځلو ولاړ وي. خو که چيري دغه شروط مونده نه سي، بيا نو دا لوړه هيله او لوړ همت نه بلل کيږي، بلکي غرور يا په ويښه په خوندورو خوبونو کي ډوبېده دی. که څه هم په ويښه د ښو چارو په اړه چورتونه وهل په خپل ذات کي بدکار نه دی. که کوم انسان په ويښه چورتونه وهي يا هيله کوي چي په علم او پوهه ترلاسه کولو يا په عبادت يا په جهاد يا په دعوت بوخت سي يا جنت ته د ننوتلو هيله وکړي او ووايي: زه دا کار کوم، یا دا خبره کوم يا قرآن کريم حفظوم او تر هغه وروسته به دا پلانی کار کوم او يا کوم ځای ته په سفر ځم، څنګه چي يې دا چورتونه دغو هيلو ته پاڅوي، نو دا خو بې له شکه ښه کار دی او هيڅ بدکار نه بلل کيږي.

خو داسي چورتونه وهل چي کومي ځانګړي کړني ته سړی نه پاڅوي، دا بيا په دغسي هيلو او ځان غولولو کي د وخت ضايع کول او تېرول دي او بد باله سي. لکه د هغه سړي حال چي ابن قتيبه يې په ”عيون الاخبار“ کتاب کي کيسه کړې ده. وايي يوه سړي په يوه کوزه کي څه عسل او کوچي اچولي وه او کوزه يې د سر له پاسه ځړولې وه. يوه ورځ په فکر کي ور وګرځېده او زموږ د نن مهال په اصطلاح په دې خيال پلو کي ډوب سو چي دغه کوزه به په ووز پيسو خرڅه کړم او پنځه وزې به په رانيسم. وزې به په کال کي دوه واره سيرلي وزېږوي، د هغو په پيسو به غواوي او غوايي رانيسم. د غواوو په شيدو او ګيلګيانو به ځمکه رانيسم، د ځمکي په حاصلاتو به شتمن سم. کورونه به لرم، واده به وکړم، زوی به مي پيدا سي، دا نوم به پر کښېږدم، ښه مؤدب به يې وروزم، بيا که يې زما خبره نه منل او بې ادبي يې کوله په دې لکړه به يې پر دا سر ووهم (لکړه يې په لاس کي وه). په دې خيال پلوونو کي تر دې کچي ډوب سوی وو چي فکر يې کاوه په لکړه زوی وهي، خو په لکړه يې د عسلو او کوچو کوزه ووهله، کوزه ماته سوه او عسل او کوچي يې پر سر توی سول.

دا په خيال پلوونو کي د ډوبېدو له ډولونو څخه يو ډول وو. دغسي کسان خپل زياتره وخت په دغسي هيلو او آرزوګانو کي تېروي. پرته له دې چي کار او هلي ځلي وکړي او د دې جوګه سي چي د خپلو هيلو د تر سره کولو لپاره عملي کړني وکړي.

نو که په يوه انسان کي دا شروط شتون ولري چي تر هر څه دمخه پر لوی څښټن سبحانه وتعالی توکل او اعتماد ولري، بيا پر خپل ځان باور ولري او د خپل ځان قدر وقيمت وپېژني او د لوړ همت وړتياوي او صلاحيتونه يې په برخه سوي وي، نو دا هيڅکله افراط نه بلل کيږی.

اوس نو د دغو خبرو پر بنسټ ويلای سو چي په لوړ همت کي افراط هيڅ نسته؛ ځکه لوړ همتونه ثابت دي، پولي او حدود يې نه را ګرځوي، تل پرمختګ کوي او خنډ او سکون هيڅ نه پېژني.

شاعر وايي:

فَكُنْ رَجُلاً رِجْلُه في الثَّرَى««»» وَهامَةُ هِمَّتِه فِي الثُّرَيَّا.

يعني: داسي سړی اوسه چي پښه يې پر ځمکه وي، خو د همت هڅه، توجه او فکر يې له ډېري لوړتيا څخه د آسمان د پېروني په ستورو کي وي.

يوازي دا نه ده، بلکي د لوړ همت څښتن مسلمان د پېروني(پروين، ثريا) تر ستورو لا  لوړو شيانو ته د رسېدلو او د هغو د تر لاسه کولو؛ يعني جنت په لټه کي وي، بلکي په جنت کي لا هم د تر ټولو لوړ ځای (فردوس اعلی) غوښتونکی وي. دا هغه ادب دی چي موږ ته رسول الله صلی الله علیه وسلم را ښوولی دی او زموږ څخه يې د هغه غوښتنه کړې ده. هغه صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«إذا سألتم الله تعالى فاسألوه الفردوس فإنه سر الجنة» د شيخ ناصر الدين الألباني صحيح الجامع الصغير وزياداته، ۵۹۲ شمېره حديث او الباني دغه حديث صحيح بللی دی.

ژباړه: کله چي له الله تعالی څخه سوال کوئ، نو د فردوس جنت غوښتنه ځني کوئ، ځکه چي هغه د جنت مغز او تر ټولو ښه او غوره ځای دی.

د دې مثال هغه خبري دي چي حضرت عمر بن عبدالعزيز رحمة الله عليه دکين الراجز ته وکړې. عمر بن عبدالعزيز د مخه تر دې چي خلافت ته ورسيږي، د مدينې د ولايت په وختو کي د دکين نومي شاعر سره د کومي بخششۍ ورکولو وعده کړې وه، نو کله چي عمر بن عبد العزیز د اسلام خلیفه وټاکل سو، دکين ورغی او هغه بخششي يې ځني وغوښته، هغه ورته وويل: ای دکينه ! زه ستا سره د دې لپاره هيڅ نه کښېنستم چي ته په شعر سره ما وستايې او زه شته درکړم. بيا يې ورته وويل: ای دکینه ! زما نفس ډېر شوقي دی تل به د امارت په شوق کي وو. خو کله چي امارت ورورسېدی، د خلافت شوق ورته پیدا سو او اوس چي خلافت ور رسېدلی دی جنت ته يې شوق سوی دی، پای.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د