په ټولنه حاکم افراطیت څنګه ختم کړو؟

لیکوال: شبیراحمد سلیمي

کله چې زه افراطیت په ذهن کې انځور کړم، بیا مې نو په ذهن کې ګڼ شمېر انځورونه تاو راتاو شي خو ډېر ګډوډ انځور چې مې مخې ته د افراطیت په برخه کې راځي هغه د مذهبي افراطیت انځور دی او دا هغه افراطیت دی، چې زموږ په موجوده فرهنګ او ذهنیت یې خورا ډېر اغېز کړئ دی. کله چې زه د مذهبي افراطیت خبرې کوم، بیا نو له ما سره چې څوک پېژني هغوی څک شي او دا پوښتنه یې په ذهن کې راګرځي چې ښایي دی د کومې بې دینه نظریې پلوی وي چې دا شک مې حتا خپلې کورنۍ هم کړئ دی. خو داسې کوم څه بالکل نشته، زه چې کله دا خبره یادوم؛ نو فکر کوم چې د دې افراطیت مهار ته باید د حل لاره پیدا شي او باید په ټولنه کې ورک شي. کله چې د ټولنې په ذهنیت باندې افراطیت خپلې وزرې خورې کړي بیا نو هله ټولنه له داخل څخه وشړېږي او د ډېرو لویو ګواښونو سره د مخ کېدو خطره وي.

په دین او اصولو کې بالکل ستونزه نشته، خو که څوک دا خبره په دین پسې تړي لومړی خو دا خبره په بشپړه توګه ناسمه ده، خو که چېرته زموږ تر منځ کوم ستونزه راغلې او زموږ په مقابل کې کومو بې دینو چې ترې ګټه اخیستې او زموږ پر دین پورې یې دا مسله تړلې ده، دغه اختلال زموږ افراطیت رامنځته کړئ دی.

موږ ډېر افراطي خلک ځکه یوو، چې د خپلې ناپوهۍ له امله مو ځینې احساساتي خبرې پر ذهن کې ځای پر ځای کړې دي او هغو احساساتي خبرو چې زموږ پر ذهن کوم اغېز کړئ، بیا مو عکس العمل هم احساساتي او افراطي شوی.

دا ستونزه ځکه رامنځته شوې ده، چې دین، فرهنګ، پوهه او بل هر څه زموږ په ټولنه کې میراثي را زده کړل شوي دي، یعنې موږ هر هغه څه منو، چې په ټولنه کې حاکم وي. زه له دې موضوع څخه لږ څه لرې مثال ورکړم، د بېلګې په توګه زموږ په کلیوالو سیمو کې دا د غیرت نښه ده، چې که کوم څوک د له کورنۍ بل کلیوال یا هم خپل څوک، سهوآ یا هم د کومې ستونزې له امله ووژني بیا نو دا دښمني حسابېږي او د بښلو لپاره نه ټولنه او نه په خپله متضرر کومه انګېزه لري ځکه داسې فکر کوي چې په ټولنه او کلي کې به خلک پېغور راکړي نو؛ هغه شرم به بیا چېرته وړم. په داسې حال کې چې زموږ په مذهبي اصولو کې لومړی د بښلو خبره راغلې ده؛ چې له بل هر څه غوره لاره ده. خو څوک پر دې قاعده عمل کوي؟ بالکل نه، ځکه تر دین موږ د ټولنې موجوده فرهنګ ډېر په پام کې نیسو. چې زموږ په ټولنه کې دغه افراطي فرهنګ د ډېرو کورنیو د تباهۍ سبب شوی دی او اوس هم کېږي. دا هغه د فرهنګي افراطیت بېلګه وه، چې د بحث د روښانه کولو لپاره مې یې دلته یادونه اړینه وبلله.

یو وخت زموږ په ټولنه کې چې کوم حاکم ذهنیت و، نو داسې خبرې تر موږ هم راورسېدې چې موږ له هغه وروسته نسل وو، په خپل وخت کې یې د رادیو او تلویزیون اورېدل حرام ګڼل خو نن مو په سترګو ولیدل چې هماغه کسان راغلل په تلویزیونو کې راڅرګندل شول او پر خپلو پخوانیو فتواګانو یې د بطلان کرښې راوښکلې. ځکه هلته مذهبي افراطیت په ټولنه حاکم و. له مذهبي افراطیت پرته چې زموږ ټولنه یې ډېره متضرره کړې ده، هغه فرهنګي او نننی ډیموکراسي افراطیت دی، چې موږ ته یو پر سل چنده تمام شوی دی. کله چې په غربي نړۍ کې د کوم فرهنګي اصل لمانځنه یا هم دې ته ورته نور کارونه خلک تر سره کړي، بیا زموږ د ټولنې اکثریت خلک د خپل ځان د مډرن ښودلو لپاره هغه اصول او کارونه کوي. چې دا زموږ د فرهنګي افراطیت نښې دي او دا افراطیت زموږ له ناپوهۍ رازېږدلی دی.

اوس به دا غوره وي چې د دې افراطیت په کمښت او حللارو خبرې وکړو، په ټولنه کې موجوده افراطیت هله له منځه تللی شي؛ چې په ټولنه کې فکري بدلون رامنځته شي. هغه هر څه چې د ټولنې ورته ډېر لاسرسی وي او موږ پرې پوهېږو چې دا به په فکر بدلون کې مرسته وکړي د هغو قاعدو او فکر په بدلون کې موږ د دې هڅه وکړو، چې څنګه د خلکو اذهانو ته دا اغېز وردننه کړو. دا غوره لار ده، چې د دې افراطیت په له منځه وړلو کې به له موږ سره خورا ډېره مرسته وکړي. همدارنګه دا هغه چاره ده، چې هر وخت په دې ډول ټولنې د صدق وړ ده. له دې پرته کوم ذهنیت چې اوس پر ټولنه حاکم دی، باید د دې هڅه وشي چې د راتلونکي نسل په ذهن کې پرې نه ښودل شي، د بدلون لپاره یې کار وشي او هغه د نوې شنې شوې ونې په شان وکرل او جوړ شي. چې د ښوونځي څخه پیل کېږي او له  لومړۍ دورې څخه دا کار تر سره کېدی شي. او له اوسني نسل څخه چې زموږ اوس کوم فکر تولیدېږي باید د هغه په تولید کې ډېر محتاط اوسو، چې زموږ د راتلونکو نسل د اذهانو د خرابېدو سبب نه شي. دا هغه لارې چارې وې چې د ذهنیت او افراطیت په بدلون کې به له موږ سره خورا ډېره مرسته وکړي او هله به موږ د یوې هوسا ټولنې درلودنکو شو.