خطا مشر: عبيدالله علم

عبيدالله علم

دا نن چې نىمه خوا يمه د خپل مشر له لاسه
بې جرمه په سزا يمه د خپل مشر له لاسه

بدن مې قرباني شولو معلوم د زماني يم
محتاج زه د هر چا يمه د خپل مشر له لاسه

بدن مې روغ ښکاريږي خو ټپونه مې کره دي
له درده په ژرا يمه د خپل مشر له لاسه

جهاد مې وه برحقه پښيمان نه يمه خلكو
خطا نه وم که خطا يمه د خپل مشر له لاسه

جوړ کړی يې د خپلو بچو ژوند دی شاهانه
پاچا وم اوس ګدا يمه د خپل مشر له لاسه

هيڅ قدر مې اوس نشته بې عزته زمانه شوه
علم چې د خندا يمه د خپل د مشر له لاسه

عبید الله علم.
٢٣/٤/٢٠١٩

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د