په عکس کې د امریکا او جنوبي ویتنام ولسمشران نېکسن + نګوین ون تخیو

د اشغال اردلیان تر ډېره یو شان پای لري

نورالحق نبي زاده څلی

« نګوین ون تخیو » له ۱۹۶۵ څخه تر ۱۹۷۵ کاله پورې د جنوبي ویتنام ولسمشر و . تر دې دمخه جنرال و او په اردو کې یې بېلا بېلې دندې تر سره کړې وې . د امریکا په اشاره د پخواني ولسمشر « نګو دین دیم » پر ضد کودتا کې یې هم ګډون درلود .

کله چې د شمالي ویتنام ځواکونو يو په بل پسې د جنوبي ویتنام ښارونه او سیمې لاندې کړې او د پلازمېنې سیګون څنډو ته ورسېدل ، « نګوین ون تخیو » اړ شو چې استعفاء وکړي .د اپرېل د میاشتې پر یویشتمه نېټه ماښام ، هغه د خپلې استعفاء د وړاندې کولو لپاره په بیړه د پارلمان او سترې محکمې غړي او د دولت لوړ رتبه مامورین راغونډ کړل . د یوې اوږدې یونیم ساعته وینا په ترځ کې یې خپله استعفاء وړاندې کړه .

دغه وینا په رښتیا چې تاریخي ارزښت لري . دلته لیدل کېږي چې د اشغال یو اردلي او ګوډاګی پر خپل ولینعمت امریکا باندې د خیانت تور لګوي او پېغور ورکوي چې تاسو تېښته وکړه . ولسمشر « نګوین ون تخیو » په ډاګه وایي چې ولسمشر نېکسن لیکلې ژمنې راکړې دي چې مرستې به دوام ولري ، خو د بهرنیو چارو وزیر کېسېنجر له جنوبي ویتنام سره خیانت وکړ او مونږ یې خرڅ کړو .

له دغې وینا څخه مونږ افغانان هم ډېر څه زده کولی شو . دا ځکه چې له بده مرغه زمونږ د هېواد اوسنی سیاسي ، نظامي او اقتصادي وضعیت کټ مټ د جنوبي ویتنام د وروستیو میاشتو په شان دی . هماغسې فساد ، ګډوډي ، جګړې ، د امریکایي
اشغال د غځېدو هڅې ، توطئې ، سبوتاژ کونې او . . .

که چېرې له تاریخ څخه زده کړې و نشي ، د اشغال اردلیان تر ډېره یو شان پای لري .

له دې چې وینا ډېره اوږده ، دلته مازې یو څو اخیستنې وړاندې کېږي . د افغانستان د روان اشغال اردلیانو ته مې وړاندیز دا دی چې دغه وینا یو ځل ولولي . پوره باور لرم چې د یو شمېر کسانو دریځونه بل بدل شي .

ولسمشر « نګوین ون تخیو » په خپلې وروستۍ وینا کې وویل ، چې یوازې استعفاء کوي او تېښته نه کوي . د نوي ولسمشر ، وسله والو ځواکونو او خلکو تر څنګ به ولاړ وي . خو ډېر ژر هر څه بدل شول . هغه ۴۸ ساعته وروسته له هېواده ووت . د ۱۹۷۵ کال د اپرېل د میاشتې پر دېرشمه نېټه د جنوبي ویتنام په نوم هېواد هم د تل لپاره تاریخ ته وسپارل شو . ولسمشر « نګوین ون تخیو » په ۲۰۰۱ کال کې په امریکا کې مړ شو .

دلته مو د هغه له وروستۍ وینا څخه ځینې خبرې راژباړلې دي : « امریکایانو له مونږ څخه وغوښتل چې نه کېدونکي څه وکړو . . . تاسې له مونږ څخه وغوښتل چې هغه څه وکړو چې تاسو د نیم ملیون ځواکمنو ځواکونو ، تکړه قوماندانانو او د ۳۰۰ بلیونه دالرو په لګولو سره په شپږو کلونو کې تر سره نه کړل » .

« که چېرې زه داسې و نه وایم چې تاسې په ویتنام کې کمونیستانو مات کړۍ ، خو باید په نرمه ژبه ووایم چې تاسو و هم نه ګټله . دا سمه ده چې ځانته مو آبرومن وتل پیدا کړل . اوس چې زمونږ پوځ وسلو ، مهماتو ، هلیکوپترو او بي – ۵۲ بمب غورځوونکو ته اړتیا لري ، تاسې راڅخه غواړۍ چې له امکان څخه لېرې یو څه وکړو ، داسې یو څه چې سمندر په کاڼو ډک کړې . . . » .

« همدا ډول ، تاسې پرېښودل چې زمونږ سرتېري د مرمیو تر باران لاندې مړه شي . دا د یوه بې رحمه متحد یوه بې رحمه کړنه ده . یوه متحد ته د مرستې له ورکولو څخه انکار کول او خپل متحد همداسې پرېښودل یوه بې رحمانه کړنه ده » .

« د امریکا متحده ایالات پر دې باندې ویاړي چې په نړۍ کې د مشروع ارمان او د آزادۍ د ارمانونو یو نه ماتېدونکی مدافع دی . . . آیا د امریکا خبرې ارزښت لري ؟ آیا هغه ژمنې چې امریکا یې کوي د اعتبار وړ دي ؟ » .

« امریکا د مرستې کولو ژمنې ته ژمنه پاتې نشوه ، تر څومونږ وکولی شو د خپلې آزادۍ لپاره وجنګېږو . دا هماغه جګړه وه چې امریکا خپل ۵۰ زره ځوانان په کې له لاسه ورکړل » .

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
احمدرحیم
میلمه
احمدرحیم

ذلک لمن القی السمع و هو شهید