هلمند: د پولیو ناروغۍ دوه تازه پيښې ثبت شوي دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳غويی، ۱۳۹۸ل): د هلمند په واشیر او سنګین ولسوالیو کې د پولیو دوه تازه پيښې ثبت شوي دي.

د هلمند د عامې روغتیا رئیس ډاکټر محمد عظیم رسنیو ته ویلي چې دواړې پيښې تازه دي او د عامې روغتیا وزارت له لوري تر څیړنې لاندي دي.

په روان میلادي کال ۲۰۱۹ کې تر اوسه دا څلورمه او پنځمه پيښه ده چې د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې را منځته کیږي. ددې تر مخه په روزګان کې یوه او په کندهار کې دوه پيښې را منځته شوي دي.

د پولیو یا ګوزڼ یوه ساري ناروغي ده چې له امله یې ماشومان د پښو په شلتوب اخته کیږي، ددغې ناروغۍ د مخنیوي لپاره د ملګرو ملتونو دنړیوال صحت اداره (WHO) په نړیواله توګه کمپاین کوي، چې په اوس وخت کې يې ډېر تمرکز پر افغانستان او پاکستان دی، ځکه چې په وینا یې یوازي دغه دوه هیوادونه دي چې د پولیو وایرس په کښي ژوندی دی.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
بشیر احمد همدرد
میلمه
بشیر احمد همدرد

ددی ناوړه مرض مخنیوی یوازی د پولیو په واکسین باندی کیږی، په پیشرفته ملکونو کی اوس دا مرض صفر ده یعنی هیڅ شتون نلری، کله چی کوم ماشوم په پولیو اخته شی بیایی هیڅ علاج نشته ده نو باید دولت او مخالفین دواړه او عام خلک د پولیو مرض په محوه کی باید اړین ګامونه واخلی او طالبان باید د پولیو په واکسین په تطبیق کی هر اړخیزه کمک وکړی تر څو دا ناوړه مرض هم زمونږ ملک څخه ختم شی او باید د پولیو د واکسین ټولی مرحلی د وطن په ګوټ کوټ کی تطبیق شی او د ماشومانو… نور لوستل »