ترکیه کې په سلګونو تنه افغان کډوال نیول شوي

نن ټکی اسیا (سشنبه،۳غوایی، ۱۳۹۸ل): ترکي رسنیو په دغه هیواد کې د سلګونو هغو افغانانو د نیول کیدو خبر ورکړی، چې ویل کیږي په ناقانونه توګه دغه هیواد ته داخل شوي دي.

د ترکیې پولیسو ویلي، چې د وان، ولایت، (اپیک یولو) ولسوالۍ، د حاجی بکر، ګلستان او حصار نومي کلیو کې یې څه باندي 200 افغان کډوال د ځانګړیو عملیاتو په ترڅ کې نیولي، چې په وینا یې دغه افغانان له قاچاقي لارو څخه ترکیې ته داخل شوي وو.

د وان ولایت، د امنیې قومندانۍ په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې پر دوه سوه افغانانو برسیره، ۵۲ تنه پاکستاني اتباع او څو تنه بنګالیان هم شامل دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې نیول شوي کډوال به تر تحقیقاتو وروسته خپلو هیوادونو ته واستول شي.

باید وویل شي چې د ملي یووالي حکومت په راتګ سره په زرګونو افغانانو د بیکارۍ له امله پردیو هیوادونو خصوصاً اروپايی او غربي هیوادونو ته له ناقانونه او قاچاقي لارو څخه مخه کړې چې زیاتره یې د ستونزمنو سفرونو له امله له هلاکت سره مخ کیږي.

که څه هم د ګډ حکومت چارواکو په لومړي سر کې د ژمنو په لیست کې دې ته هم ځای ورکړی وو چې خلکو ته به په هیواد کې دننه کارونه پیدا کوي، خو ونه توانیدل چې خپلي ژمني پرځای کړي، برعکس د ګډ حکومت په دوره کې د بیکارۍ کچه په بې ساري ډول زیاته شوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د