په وینو لړلی د عیسایانو بت

سریلانکا: په چاودنو کې د مړو شمیر ۳۱۰ ته پورته شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳غويی، ۱۳۹۸ل): د سریلانکا پولیسو ویلي چې پر کلیساو او هوټلونو باندي په وروستیو چاودنو کې تر اوسه ۳۱۰ تنه وژل شوي او په تور یې ۴۰ مشکوک کسان نیول شوي دي.

د پولیسو ویاند ویلي چې دوی تر اوسه د پيښې په تړاو ۴۰ مشکوکو کسانو سره تحقیقات کړي دي او رویټرز بیا ویلي چې په دغو کسانو کې یو کس د سوریې هیواد دی.

باید وویل شي چې تېره یکشنبه د سریلانکا په پلازمینه کولمبو کې په دوه کلیساو او ۴ هوټلونو کې پرلپسې چاودنې وشوې چې له امله یې تر نن ورځې سې شنبې پوري ۳۱۰ تنه وژل شوي دي او په لسګونو نور ټپيان دي.

سریلانکا نن د سې شنبې په ورځ رسمي ماتم پيل کړ، چې له مخې يې پر حکومتي ودانیو بیرغونه نیم ځوړند شول، ۳ دقیقې چوپتیا غوره شوه، د شرابو دوکانونه بند شول او تلویزونونه او راډیوګانې ملي ترانې غږول کیږي.

تر اوسه هم د یادو پيښو د مسؤولینو په اړه پوره درک نه دی لګېدلی، خو چارواکو د پيښې مسؤولیت بهرنیو شبکو ته منسوب کړی دی.

د حکومت په نامه یوه ویاند ویلي چې دغه چاودنې د یوې نړیوالې شبکې په مرسته تر سره شوي، د سریلانکا حکومت د ځینو هیوادونو څخه په دې اړه د مرستې غوښتنه هم کړې ده.

چارواکو همداراز ویلي چې د پولیسو سره له مخې لا هم د احتمالي بریدونو خبرتیا وه خو پر وخت یې ونشو کړای چې مخنیوی یې وکړي.

د حکومت رسمي ویاند راجیثا سیناراتني په یوه خبرې کانفرانس کې وویل چې د پولیسو یو مهم مسؤول د احتمالي پيښو په اړه خبر ورکړی وو، خو راپور یې لا لومړي وزیر او نورو وزیرانو ته نه وو رسیدلی. نوموړي وویل که پر وخت یې حکومت ته معلومات شوي وای، کیدای شی مخنیوی یې کړی وای.

باید وویل شي چې ددې تر مخه ځینو چارواکو یوه اسلامي ډله چې د «توحید ملي ګوند» په نامه یادیږي، تورنه کړې وه، خو په سریلانکا کې د الجزیرې خبریال سامر علاوي ویلي چې چارواکو په رسمي ډوله ددغې ډلې د تورنولو څخه ډډه وکړه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د