له غاړې د ټک ویستلو پرمهال د یوې ښځې نیم بدن فلج شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳ غوایي، ۱۳۹۸ل): په عام ډول له غاړې، لاسو ګوتو، پښو ګوتو، ملا او یا د بدن نورو ځایونو څخه بېځایه ټکونه ویستل د یو شمېر ستونزو لامل کیږي.

د MSN ورځپاڼې د راپور له مخې یوه ۲۳ کلنه برتانوۍ انجلۍ چې «ناتالي کونیکي» نومیږي په خپل کور کې یوه شیبه تلویزون ته له ناستې وروسته حرکت وکړ چې له غاړې څخه یې په لوړ غږ ټک ووت.

له دې شاوخوا پنځلس دقیقې وروسته کله چې دغې انجلۍ غوښتل له هغه ځایه پورته شي پام یې شو یوه پښه نه شي ښورولی، چې له هغه وروسته سمدلاسه روغتون ته واستول شوه.

له معاینو وروسته ډاکټران په دې پوه شول چې د ټک وتلو پرمهال د یادې انجلۍ د غاړې یو مهم «رګ» شلیدلی او په مغزو کې یې وینه جمعه شوې چې مغزي سکته یې کړې او په پای کې یې د بدن یو اړخ فلج شوی، چې د ډاکټرانو په وینا اوس یې روغتیایي حالت غوره شوی دی.

a person sitting on a bed: paralysis woman health stroke neck wellbeing neck-cracking

په عام ډول د ځینو بندونو ناروغیو لپاره د (orthopedic) ډاکټران د تداوۍ لپاره د بدن له ځانګړو ځایونو ټکونه باسي، معنا دا چې په عام ډول یو زیانمن کار نه ګڼل کیږي، خو که چیرې په دې سره بندونه اغیزمن شي، درد یا پړسوب رامنځته کړي نو دا د جدي زیان رسیدو نښه ده او باید سمدستي ډاکټر ته وښودل شي.

په دې اړه ډاکټران سپارښتنه کوي چې د بدن او په ځانګړي ډول د غاړې نه د ټک ایستلو څخه ډډه وشي، دا د رګونو شلیدلو لامل زیاتوي او احتمال وي چې له کبله یې مغزي سکته رامنځته شي.

سربېره پر دې پوهان په دې اند دي چې د ګوتو څخه په اوږدمهاله توګه ټکونه ویستل هم ستونزې رامنځته کوي، دوی د څيړنو په ترڅ کې ویلي دا په ګوتو کې د «سینووال» په نوم مایع چې د هډوکو د اسانه حرکت لپاره کار کوي په منځ کې خالیګا رامنځته کوي.

دوی زیاتوي؛ له ګوتو څخه د ټکونو ایستلو پرمهال مفاصل یا د بندونو ترمنځ جداوالی راځي، چې ددغه خالیګا ډکولو لپاره اضافي مایع وجود نه لري، که دغه مهال هم ټکونو ویستلو ته دوام ورکړل شي د ګوتو لپاره زیانمن ثابتیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د