د کتاب نړۍواله ورځ؛ افغانستان کې د مطالعې دود اندېښمنوونکی دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳غويی، ۱۳۹۸ل): په نړۍ کې د اپریل ۲۳مه د کتاب ورځې په نامه ده، خو افغانستان کې سره له دې چې کتاب خپرونې پراختیا پیدا کړې، خو د لوستونکو کمی لا هم پر ځای پاتې دی.

د کابل پوهنتون استاد او لیکوال ډاکټر فیض محمد ځلاند لیکلي، چې زموږ د بدمرغیو د نورو علتونو تر څنګ یو هم له کتاب څخه لرېوالی دی.

هغه لیکي: «زموږ د بدې ورځ لاملونه ډېر دي، یو یې هم له کتاب څخه لرې والی دی. کتاب د پوهې او سوکالۍ ضامن دی!»

په دې وروستیو کې نه یوازې په ادبیاتو کې کتاب خپرونې پراختیا موندلې، بلکې په پوهنتونو کې تدریسېدونکي ګڼ کتابونه هم بازار ته را وتلي دي، خو اخیستونکي یې یوازې د پوهنتونونو محصلان یادېږي.

د یوې غیر رسمې سروې له مخې نږدې هره اوونۍ کې کندهار، ننګرهار او کابل فرهنګي حوزو کې تر اوه جلده کتابونه خپرېږي.

د تېر کال په اوږدو کې پښتو ادبیاتو کې داسې کتاب نه دی خپور شوی، چې ادیبان يې «ادبي پېښه» وبولي، خو په سیاسي، اقتصادي، او ارواپوهنیزه برخه کې لیکنې او ژباړې د پام وړ دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د