شعـــــرونه

سوله څه ده ؟

چنار ټکور

سوله څه ده سوله ستا دزنې خال ده
دپتمنو په سر پروت دعزت شال ده
سوله ویاړ ده او پګړیو ته جمال ده
سوله هیله دعمر او د(جلال) ده

سوله اه ده دیتیم دزړه مراد ده
دشهید دبوري وراري مور فریاد
سپینه سوله له تیارو سره جهاد ده
سوله دلته بې جوابه پاتي سوال ده

په جنګونو او مرګونو کې روان یو
لویه خدایه موږ دسولي په ارمان یو
ددې عصر در په دره مسلمان یو
ددې خاوري هر وګړی په بدحال ده

سوله هیله دخورو ورو ملګرو
دانصارو او دستړو مهاجرو
ددې غرونو چنارونو او نښترو
موږ دسولي غږ نیولی په نېک پال ده

سوله سپین سپېڅلی ژوند لکه ایمان ده
سوله فتحه له پرنګ دایوب خان ده
سوله چیغه دملالي یاقربان ده
سوله لاره سوله توره دخوشال ده

سوله موږ ته انرژي ، ټکله اوبه ده
سوله دلته نوی باب دژوندانه ده
سوله مینه محبت سوله هرڅه ده
سوله دلته انجنر ، ډاکټر کلال ده

خدایه ! سوله دي تر ټولو ښه ډالۍ ده
پت عزت دلوپټې او دپګړۍ ده
راز او نیاز مو ددې ستړې زندګۍ ده
سوله غږ دخپلواکي او استقلال ده

سوله ښکاري لکه ستوری په اسمان کې
لکه لال دبدخشان افغانستان کې
سوله حی علی الفلاح ده په اذان کې
سوله چیغه سوله کړیکه دبلال ده

سوله کور ده سوله اور ده سوله زورده
زموږ زړونو او زخمونو ته (ټکور) ده
سوله واړه تربګنیو لره پور ده
خاتمه دبد مرغیو داشغال ده

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
منتقم منګل

قلم د تند اوسه. په ګوټو د برکت شه. څومره په زړه پوری له پند او عبرت نا ډک شعر.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x