میدان وردګ؛ جغتو، بمبار کې د یوې کورنۍ ۱۲ غړي ووژل شول

د بشري حقونو کمیسیون: تېر کال ملکي تلفات ۱۹ سلنه لوړ شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳غويی، ۱۳۹۸ل): د بشري حقونو کمیسیون وايي، تېر میلادي کال کې ملکي تلفات د وړم کال په پرتله ۱۹ سلنه ډېر شوي دي، چې ټول ټال ۱۱زره ۲۱۲ تنه ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

دې کمیسیون نن په یوه راپور کې ویلي، چې تر ټولو ډېره مرګ‌ژوبله ملکي وګړو ته د هېواد په جنوبي ولایتونو کې اوښتې ده.

د دې کمیسیون د مشرې سیما سمر په وینا د جګړې له توندېدو سره ګڼې بشري سرغړونې هم شوې دي، چې ملکي تلفاتو کې ۵۳ سلنه طالبان او ۱۱،۹ سلنه بهرنیان او د هغو افغان ملګري مسؤل دي.

د بشري حقونو کمیسیون د راپور پر اساس د ملکي تلفاتو تر ټولو لوړه کچه ۲۷ سلنه په سرتېرو بریدونو کې رامنځته شوې ده او له ۱۱زره ۲۱۲ تنو څخه یوازې ۸۸ تنه شپنیو عملیاتو کې وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې دی چې د تېر کال په اوږدو کې سلګونه هوايي بریدونه او په وروستیو کې يې شپني عملیات هغه څه و، چې ان ډله‌ییز ملکي تلفات يې پر ځای پرېښودل.

میدان وردګ، ننګرهار، کندهار، هلمند، روزګان، کونړ، کندوز، پکتیا، پکتیکا، لوګر او غزني هغه ولایتونه دي چې شپنیو عملیاتو او بمباریو کې په ډله‌ییز ډول تر ۱۵ ډېر ملکي وګړي هم تر خاورو لاندې شوي دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د