د آی پي ایل «پلی آف» سیالیو مهالویش او ځای بلاخره نن په ډاګه شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳ غوایي، ۱۳۹۸ل): د هند سوداګریزې سیالۍ (IPL) چې د نړۍ یو له غوره لیګونو څخه ګڼل کیږي سږکال د یو شمېر ستونزو سربېره په هند کې ترسره کیږي.

دغه سیالۍ چې د مارچ میاشتې په ۲۳مه نېټه پېل شوي، او د پلی آف سیالیو مهالویش او ځایونه په هند کې د ټاکنو له کبله نه ځنډیدلي وو بالاخره نن اعلان شول.

د هند غوره لیګ پلی آف سیالۍ د مۍ میاشتې په ۷مه نېټه پېل کیږي او په ۱۲مه نېټه به پایلوبه ترسره کیږي، په دې ډول به لومړۍ پلی آف کوالیفایر سیالۍ په ۷م مۍ، ایلیمنیټر سیالۍ په ۸م مۍ، د ایلیمنټر ګټونکې او کوالیفایر بایلونکې ترمنځ سیالۍ به د مۍ په ۱۰مه نېټه او پایلوبه به په حیدراباد کې په ۱۲مه نېټه ترسره شي.

https://twitter.com/IPL/status/1120623268862414848

د هند غوره لیګ ۲۰۱۹م کال پړاو سیالۍ په لومړي سره کې اټکل شوې وې چې په دغه هېواد کې د ټاکنو له کبله په عربي امارات یا بل هېواد کې ترسره شي خو د هند کرېکټ بورډ او آی پي ایل چارواکو لخوا اعلان وشو چې په هند کې به ترسره کیږي.

هغه مهال له پلی آف پرته د ټولو سیالیو مهالویش او ځایونه په ډاګه شول، خو د پلی آف سیالیو انتخاب لپاره دغه مهالویش وځنډول شو چې بالاخره نن د سه شنبې په ورځ اعلان شو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د