سمنګان؛ د جمعیت اسلامي ولایتي مسؤل وژل شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳غويی، ۱۳۹۸ل): سمنګان کې د جمعیت اسلامي ولايتي مسؤل د وسله‌والو په یوه برید کې وژل شوی دی.

د سمنګان والي عبداللطیف ابراهیمي، وايي د جمعیت اسلامي ولایتي مسؤل خالد عظیمي تېر ماښام په مرکز ایبک کې خپل کورته څېرمه وژل شوی دی.

د خالد عظیمي د وژنې مسؤلیت چا پر غاړه نه دی اخیستی، خو دې ولایت کې د جمعیت اسلامي د دوو ډلو تر منځ هم د جګړې خبر ورکړل شوی دی.

د سمنګان د والي ویاند محمد صدیق عزیزي وايي، نښته کندل خان سیمه کې د قومندان محمد سلیم او محمد اصف په نومونو د دوو قومندانانو تر منځ شوې ده.

هغه وايي چې پېښه کې د دواړو لوریو تر منځ دوه تنه وژل شوي دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د