د کندهار د ولسي جرګې ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان شوې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳غويی، ۱۳۹۸ل): د ولسي جرګې له ټاکنو شاوخوا شپږ میاشتې تېرې شوې دي، خو لا هم بشپړې پایلې نه دې اعلان شوې.

د ټاکنو کمیسیون د کندهار ولایت وروستۍ پایلې اعلان کړې چې په دې سره لا هم د پنځو ولایتونو برخلیک معلوم نه دی.

د ټاکنو کمیسیون ویاند ذبیح الله سادات نن رسنیو ته وویل تر راتلونکې پنجشنبې پورې به د ټولو ولایتونو وروستۍ پایلې اعلان شي.

له دې اعلان سره سم، له کندهار څخه سید مقتدا میران، محمود خان نصرت، روح‌الله خان‌زاده، حاجی سید احمد خادم، ګل احمد کمین، سید احمد سېلاب، خلیل احمد مجاهد، محمد عارف نورزی، فریبا احمدی کاکړ، ملالۍ اسحاق‌زۍ او پروین نامه بریالي شوي کسان دي.

د ولسي جرګې ټاکنې د تېر کال د تلې میاشتې په وروستیو کې ترسره شوې، خو لا هم د کابل، کندز، میدان‌وردګ، پکتیا او بغلان ولایتونو پایلې نه دي په ډاګه شوې.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د