موږ ولې په دې ظلمونو کې شپې سبا کوو؟

‎لیکنه: عبدالباسط ماکو

‎یو پیر او د هغه کم عمره مرید له ښار نه لرې په کوم ځنګل کې اوسېدل، پیر به معمولاً د خدای په یاد او ذکر مشغول ‌ؤ او مرید به یې له شاوخوا کلیو نه خیر راټولولی او د خپل پير خدمت به یې کاوه.
‎د دروېش زړه د انسانیت له غمه ځورېده سهار او ماښام به یې په ‌‌‌‌‌‌ډېره عاجزۍ سره دا دعا کوله چې:
‎ یا الله! زه یو بې وسه او ناتوانه بنده یم او ستا د بندګانو خدمت نشم کولای، خو که ته پاچاهي راکړې؛ زه به ستا د وږیو او بربنډو بندګانو خدمت ته ځان وقف کړم، زه به د کونډو، یتیمانو او بې وزلو پالنه کوم.د اړو خلکو لپاره به لنګرونه آباد کړم. د عدل او برابرۍ بیرغ به اوچت کړم، رشوت خورو او خاینانو ته به عبرتناکې سزاګانې ورکړم، مظلومان به مې خپل ‌‌‌‌‌‌ډال وګڼي او ظالمان به مې له نامه څخه په لړزه وي، زه به فحشا او بې حیایي له منځه یوسم. د جوارګرۍ اډې به له منځه یوسم او پر ځای به یې عبادتخانې او مدرسې جوړې کړم.
‎کم عمره مرید پردې باوري ‌ؤ چې یوه ورځ به یې د پیر او مرشد دعا خامخا قبوله شي او د ده ورځ به هم ورسره بدله شي.
‎خو وخت تېرېده، مرید ځوان شو، د نېک زړي پير په څېره کې د بو‌‌‌‌‌‌ډا توب نښې راښکاره شوې، ورو ورو د مرید په عقیده کې بدلون راغی، تردې چې کله به یې چې پیر د دعا لپاره لاسونه اوچت کړل نو دی به د دې پرځای چې له خپل پير سره نیږدې کښېني او د هغه په دعا ورسره آمین ووایي، څو ګامه به لرې لاړ او دا دعا به یې کوله:
‎ زما پالونکیه! نور زما پیر بو‌‌‌‌‌‌ډا شوی دی، ویښتان یې سپين او غاښونه یې لوېدلي دي، نور هغه ماته له تخت څخه قبر ته ‌‌‌‌‌‌ډېر نیږدې ښکاري. خدایه! که دې د کوم نېک سړي د پاچاهۍ اراده نه وي نو ما پاچا کړې، زه دا ژمنه کوم چې هر کار به مې د خپل پير د هیلو پر خلاف وي‌، زه د زړه له اخلاصه دا ژمنه کوم چې بې وزله خلک به نور هم بې وزله او غریب کړم، بې وسه به نور هم بې وسه او مظلومان به نور هم مظلومان کړم، زه به د غلو او داړه مارانو پالنه وکړم، شریف خلک به سپک او ذلیل کړم، ذلیلو ته به مقامونه ورکړم، پر جوماتونو او مدرسو به قلفونه واچوم، هر ځاې به شراب خانې او د عیاشۍ هډې پرانیزم.
‎ په پيل کې هوښیار مرید پټې پټې دغه دعاګانې کولې، خو ورو ورو جرئت زیات شو او یوه موده وروسته یې د خپل پير تر څنګ په لوړ غږ همدغه دعاګانې کولې.
‎پير به پر اوښلنو سترګو ویل چې که زه پاچا شم نو د عدل، برابرۍ، نیکۍ او صداقت حاکمیت به ټينګوم. مرید به په کړس کړس وخندل او ویل به یې چې که زه پاچا شم نو د ظلم او بدۍ بیرغ به اوچت کړم، پير به ویل چې زه به مې له خزانې بې وزلو او نادارو خلکو ته تنخواوې مقررې کړم، مرید به یې ویل چې زه به پر بې وزلو جریمه هم کېږدم، پير به یې پر هغه پټکه وکړه او کله کله به یې ‌‌‌‌‌‌ډانګ پرې ور واخیست او په وهلو به شروع وکړه، خو مرید سره له دې چې د خپل پير پر وړاندې غلۍ ‌ؤ پر خپل دریځ به ټينګ ولاړ ‌ؤ.
‎ بیا هماغسې وشول چې په پخوانیو زمانو کې به پېښېدل، یعنې د هېواد پاچا مړ شو‌ او د تخت دعوه دارانو یو د بل پر خلاف تورې راواېستلې، میدان ته راووتل، هوښیار وزیر په شپه شپه کې ټول د تخت دعوه داران راټول کړل او د حل لاره یې په مخکې کښېښوده چې د ښار ټولې به وتړو، سهار وختي چې تر ټولو مخکې کوم سړی ښار ته راغی هماغه به پاچا کړو.
‎د رایو په اتفاق دغه طرحه ومنل شوه، بیا عجیبه پېښه دا وشوه چې د نېک خویه او پرهېز ګاره پير مرید کوم وړوکې کلي ته د خیر او دروېزې پر ځای ښار ته مخه کړه، له سپيده چاودو سره یې د ښار ختیځه دروازه وټکوله، پهره دارانو دروازه پرانیستله او هغه ته یې سلامي ووهله، او امیرانو د یوه لاریون په بڼه شاهي ماڼۍ ته راوست.
‎ نوی پاچا چې پر تخت کیناست دغه حکم یې وکړ چې زما په هېواد کې چې څومره پیران، فقیران او راهبان دي ټول سمدستي بندیان کړئ، دغه حکم سمدستي عملي کړای شو، خو له نېکه مرغه د نوي پاچا پير په څه طریقه خبر شوی ‌ؤ چې د ده هوښیار مرید دعا قبوله شوې ده او هغه له بریده واوښت او کوم بل هېواد ته لاړ.
‎له دې وروسته چې څه پېښ شول ویلو ته یې حاجت نشته، نوي پاچا په پوره اخلاص او چالاکۍ هغه ټولې ژمنې ترسره کړې چې په دعا کې یې تکرارولې، د ویالو اوبه یې وتړلې، ‌‌‌‌‌‌ډن‌‌‌‌‌‌ډونه او څاګانې یې له مرداریو ‌‌‌‌‌‌ډکې کړې، غله او لوټماران یې له زندانونو راواېستل او د هېواد چارې یې وروسپارلې او نېک او خدای دوسته کسان یې له مدرسو او جوماتونو څخه ونیول زندانونو ته یې واچول.
‎ اوس نو هغو پوهانو د پناه ځای نه درلود چې د هېواد خدمت لپاره یې یو سوالګر پرتخت کښېنولی ‌ؤ، چې د نوي پاچا ظلمونه او تېري له حده واوښتل نو د قوم مشرانو دا اړتیا احساس کړه چې د ده د نسب او ټبر درک معلوم کړي، د پخواني صدراعظم په مشرۍ یوه پلاوي له ‌‌‌‌‌‌ډېرو هڅو وروسته د پاچا پير و موند، د هغه خدمت ته حاضر شول او فریاد یې ور وړ چې د خدای لپاره مونږ له دې آفت او ناڅاپي بلا څخه وژغوره.
‎بو‌‌‌‌‌‌ډا پير خپل پخواني مرید ته د ورتلو وېرېده، خو د فریادي پلاوي واویلا‌ؤ دې ګواښ ته ټينګ کړ.
‎ کله چې پیر دربار ته ورغی او پاچا چې خپل پير ولید پخوانی حالت یې وریاد شو او د خپل پير تر رعب لاندې راغی وېې ویل:
‎ پير صاحب حکم وکړئ زه ستاسو څه خدمت کولای شم؟
‎ پير ځواب ورکړ:
‎زه د ځان لپاره هېڅ نه غواړم، یوازې ستا د رعیت لپاره رحم درڅخه غواړم، تا د اقتدار په نشه کې هغه وخت هېر کړ چې خیر به دې ټولاوه، له خدایه ووېرېږه دا دنیا فاني ده، که دې توان رسي له مرګه مخکې یو ښه کار وکړه.
‎ پاچا په غوسه شو ځواب یې ورکړ:
‎ ګوره جنابه! زما د زغم امتحان مه اخله، دا د نېکمرغي ده چې ته مې پير یې او زه له دې وېرېږم چې پر تا لاس اوچت کړم، تاسو ماته دومره کنځلې وکړئ چې زړه مو غواړي، خو د خدای لپاره د دې خلکو سپارښتنه مه راته کوه چې نیکي ورسره وکړم،
ستاسو به په یاد وي چې دواړو به پر یوه وخت دعاګانې کولې‌، بیا دا څه سبب دی چې ستاسو دعا قبوله نه شوه زما دعا قبوله شوه او خدای پاچا کړم؟
‎ که د دې خلکو اعمال غوره وای او خدای غوښتلای چې له دوی سره ښه وکړي نو تاسو به یې پاچا کړي واست، خو دوی بدبخته وو، د ښو او بدو توپير یې نشو کولای، خدای دوی ته د خپلو بدو عملونو د سزا ورکولو لپاره زه پرې پاچا کړم، اوس به زه د مرګ تر ورځې همدغې لړۍ ته دوام ورکوم، که خدای د دوی په زاریو او ژړاګانو رحم وکړ او زما د ژوند شېبې پوره شي نو بېله خبره ده، که نه زه به هېڅکله پر دوی رحم ونه کړم.
‎نېک زړي پير ځواب ورکړ:
‎ بچیه! ته رښتیا وایې! که دغه خلک د خدای له لورې د کوم ښه چلن حقدار وای نو زما د ټول عمر دعاګانې به بې ځایه نه تلې، دې خلکو زما پر ځای ستا پر سر تاج کېښود، دوی د دې وړ نه دي چې رحم پرې وشي، ته دې په شوق خپل کار ته دوام ورکړه.

‎نوټ: نن چې پر مونږ باندې دا سومره ظلمونه کیږي، ځوانان سپين ږیرې او ماشومان په شهادت رسيږي، بندیانېږو، نه د شپې خوب کولای شو او نه د ورځې، دا هرڅه زمونږ خپل اعمال دي، تر څو چې ټول په اخلاص الله ته توبه ونه باسو په همدې آفتونو او مصیبتونو کې به اوسو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د