طالبان: حکومت پر ملکي تلفاتو چوپ؛ خو امریکا کې ترافیکي پېښه هم غندي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳غويی، ۱۳۹۸ل): طالبانو یو ځل بیا پر ملکي تلفاتو خواشيني ښکاره کړې او حکومت يې پر دې تورن کړی چې په امریکا کې حتی یوه ترافیکي پېښه کې هم پر یوه مړي د تسلیت پیغامونه خپروي، خو په هېواد کې د ننه پر ملکي تلفاتو هیڅ غبرګون نه‌ښيي.

طالبانو د ورخې خبره تر سرلیک لاندې تبصره کې ویلي، د ملکي هېوادوالو په نښه کول ستر جنایت دی او په دې وروستیو کې يې په شپنیو عملیاتو او هوايي بریدونو کې پر ملکي تلفاتو خوابدي ښودلې.

دوی دا د امریکا او د هغوی د افغان ملګرو بې وسي بللې ده، چې له طالبانو سره جګړه کې د ور اوښتیو تلفاتو انتقام له ولسي وګړو اخلي.

«یرغلګرو او کابل رژیم له پیله دمسلحو مجاهدینو په پرتله د بې دفاع هیوادوالو وژلو ته لومړیتوب ورکړی، دښمن دمجاهدینو سره مخامخ کیدای نشي، دخپلې مرګ ژوبلي انتقام له ولس څخه اخلي.»

د تېر لمریز کال په وروستیو کې حکومت د طالبانو پر ضد د «خالد» په نوم د عملیاتو خبر ورکړ، چې په وینا يې ډېر تمرکز به يې د طالبانو «پر ځپلو وي.»

طالبانو هم د «الفتح» په نوم عملیات اعلان کړل، چې په همدې مناسبت يې خپره کړې اعلامیه کې پر پوځي مراکزو د بریدونو د تمرکز یادونه کړې وه.

طالبانو په پورته تبصره کې لیکلي: «کابل رژیم چې ځان منتخب حکومت ګڼي خپل هیواد کې د ملکي تلفاتو پر پیښو هیڅ ډول غبرګون نه ښیې، خو که امریکا او اروپا کې یو کس په ترافیکي او طبعي پیښه کې مړ شي نو بیا غربيانو ته په پرله پسې ډول د تسلیت پیغامونه مخابره کوي.»

د طالبانو د سیاسي دفتر غړي مولوي امیر خان متقي هم دوه ورځې وړاندې قطر کې د بهر مېشتو افغانانو یوې غونډې ته وویل چې د ملکي تلفاتو موضوع يې له زلمي خلیلزاد او سکاټ مېلر سره هم مخامخ یاده کړې ده.

همدارنګه تېره جمعه له حکومت سره د حزب اسلامي یو ځای شوي مشر انجینر ګلبدین حکمتیار د جمعې خطبه کې د هغې ناستې یادونه وکړه چې امریکا د افغانانو پر وژلو ستړیا ښوودله خو حکومت بیا د ویاړ یادونه کوله.

تازه د بشري حقونو په کلني راپور کې هم ویل شوي، چې تېر کال کې د ملکي تلفاتو کچه د وړم کال په پرتله ۱۹سلنه ډېره شوې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د