
ناټو: له سولې وروسته له امریکا سره یو ځای له افغانستانه وځو
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳غويی، ۱۳۹۸ل): د ناټو ملکي استازی نیکولاس کی وايي، افغانستان کې له سولې وروسته له امریکا سره یو ځای وځي، ځکه چې یو ځای راغلي دي.
هغه د سولې د روانې پروسې د ملاتړ تر څنګ ټینګار کړی چې باید بین الافغاني تفاهم وشي او په وینا يې د افغانانو خپلمنځي چارې د افغانانو خپل مسؤلیت دی.
نیکولاس کی چې یوازې څو میاشتې وړاندې د ناټو د ملکي استازي په توګه وګمارل شو، ويلي، دوی د سولې له پروسې د دې ډاډ تر لاسه کولو هڅه کې هم دي چې افغان خاوره به د دوی د متحدینو پر ضد نه استعمالېږي.
دا هغه موضوع ده چې طالبانو ویلي، له امریکا سره يې وروستۍ کړې او دواړو لوریو پرې هوکړه کړې ده.
د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین وړمه ورځ له فرانسې اژانس سره خبرو کې وویل، چې له امریکا سره به راتلونکو خبرو اترو کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر جزییاتو ډېر تمرکز ولري.
په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د زلمي خلیلزاد د بل سفر د پیل خبر ورکړی دی، چې اټکل کېږي همدې سفر کې به له طالبانو سره هم ناسته ولري.
خامخا به وځی څه د پلار سر دی دلته خخ دی او په سوله نه په جنګ
کی مات شوی یاست د مجاهدینو په زور شړل کیږی لکه پرون چه روسان وشړل شول
هو رشتیا : لکه طالبانو چه د افغانستان غلامه او فاسده اداره منزوی او بی اهمیته کړی امریکا ورته کار د ناتو سره کوی لږ تر لږه یو نماینده خو یی باید د طالبانو سره د مذاکراتو په ټیم کی ونډه لرلی . ارزونه داده چه د ناتو هیوادونه د کابل ترغلامی اداری زیات غلامان نه وی کم هم نه دی . که امریکا په افغانستان برید کړی چه القاعدی په امریکا برید کړی نو به اروپا خو یی برید نه وو کړی دوی هسی د ګیدړانو به شان پورته پورته خیزونه وهی د نشه توکو په قاچاق کی یی… نور لوستل »